Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي اندېښنې

 د کندهار په جګړه کې د رویټرز د عکاس د ژول کېدو په لړ کې، ځينې خبریالان او په افغانستان کې له خبریالانو د ملاتړ ټولنې، وايی چې په هېواد کې د جګړې له زیاتوالي سره هم مهاله د خبریالانو په وړاندې ګواښونه او تاوتریخوالي هم زیات شوي دي.

له دې منځه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د جګړې په لړ کې د خبریالانو او عکاسانو د خوندیتوب لپاره جدي تابیاوې ونیول شي.

د خبریالانو د خوندېتوب د کمېټې رییس فرید شریفي وايي:«د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي په پراخه کچه زیاتوالی موندلی دی... موږ وینو چې هره ورځ د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره د خبریالانو په وړاندې ګواښونه زیاتېږي. تېره ورځ د نړۍ یو له مطرح عکاسانو په کندهار ولایت کې ووژل شو چې واقعاً د خواشینۍ ځای دی. هیله لرم چې د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت لپاره لازمې تابیاوې ونیول شوي.»

په کندوز کې خبریال سمیع قریشي هم وویل:«موږ شاهد یوو چې په دې وروستیو کې، خبریالان د جګړې په دلیل نه شي کولای خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.»

دانش صدیقي د رویټرز خبري اژانس عکاس و او هغه مهال لکه چې په دغه ولایت کې جګړې ته خبري پوښښ ورکاوه، ووژل شو.

دانش صدیقي د خپلې خبریالۍ پر مهال درې ځلي افغانستان ته سفر کړی و. هغه په خپل تر ټولو تازه سفر کې لس ورځې وړاندې کابل ته راغی او له یوې اونۍ راهیسې په کندهار کې د دغه ولایت د جګړې د وضعیت په تړاو پر اطلاع رسونه بوخت و. دا هغه سفر و چې د تل لپاره یې د هغه غږ چوپ کړ.

خبریال ذبیح الله حبیبي وویل:«په دې وروستیو کې تر ډېره تر رواني فشار لاندې دي؛ ځکه چې تل ګواښ موجود وي.»

طالبان دا خبره چې ګنې په مستقیمه توګه یې پر دغه خبریال ډزې کړې وي، ردوي او وایي چې دوی د جګړې سیمې ته د خبریال له راتګه خبر نه وو، خو زیاتوي چې د جګړې پر مهال وضعیت له کنټروله وځي او دغه راز پېښې کېږي.

د کندهار په سپین بولدک کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جمعې ورځې په جګړه کې پر دانش صدیقي سربېره، د ځانګړو ګډو ځواکونو د مرستیال صدیق کرزي په ګډون د دغو ځواکونو درې سرتېري هم ووژل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه