Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان وایي ملي امنیت دې کندهار کې نیولي خبریالان ازاد کړي

حقوق‌پوهان وایي، د خبریالانو او د ټولو افغان وګړو د امنیت ټینګښت د حکومت مکلفیت دی.

ملي امنیت څلور ورځې وړاندې، په کندهار کې څلور تنه ځایي خبریالان ونیول، چې اوس د پلټنې لپاره کابل ته راستول شوي.

خبریالان او حقوق‌پوهان وایي، چې ملي امنیت دې، ژر تر ژره دغه خبریالان ازاد کړي.

دوی وایي، حکومت د خبریالانو په نیولو سره هڅه کوي، چې د وینا د ازادۍ غږ غلی کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریفي ویلي:«دوی د طالبانو په بلنه سپین‌بولدک ته تللي وو او هلته یې د طالبانو قوماندانانو سره مرکې کړي او پر فېسبوک یې ژوندۍ خپرې کړي.»

کابل کې یوه خبریال لطیف یعقوبي ویلي:« که دا لړۍ دوام وکړي، نو د معلوماتو رسول به بند شي.»

بسم‌الله وطندوست، قدرت سلطاني او محب عبیدي په کندهار کې د ملت غږ راډیو خبریالان او ثناءالله صیام ځایي عکاس دی، چې څلور ورځې وړاندې د طالبانو کنټرول کې سپین‌بولدک ولسوالۍ ته تللي وو او د بېرته راستنېدو پر مهال، کندهار کې ملي امنیت نیولي دي.

د دغو خبریالانو نیولو ته غبرګونونه ښودل شوي.

کابل کې یوې خبریالې عزیزې کرماني ویلي:«حکومت باید ژر تر ژره دا خبریالان ازاد کړي که یې نه ازادوي باید اسناد وړاندې کړي چې په کوم تور یې دا کسان نیولي دي.»

په دې هکله یوه حقوق‌پوه عبدالسبحان مصباح ویلي:« د خبریالانو او ټولو افغان وګړو د امنیت ټینګښت د حکومت دنده ده.»

له دې ټولو سره، د ملي امنیت اداره حاضره نه‌ده، چې د دغو خبریالانو د نیولو څرنګوالي په هکله رسنیو ته څه ووايي.

شریک یي کړئ