Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبریالانو د ساتنې ډلې د افغان خبریالانو خوندیتوب غوښتی

له خبریالانو د ساتنې بنسټ نن (سه‌شنبه د زمري په ۲۶ مه) ویلي، چې تر نورو هېوادونو زیات باید امریکا د طالبانو په کنټرول کې شرایطو کې د افغان خبریالانو ساتنه وکړي – داسې چې خبریالان له افغانستان نه وباسي او بېړنۍ ویزې دې ورته برابرې کړي.

د خبریالانو د ساتنې نړۍوالې ادارې ویلي، چې افغانستان کې د سلګونه سیمه‌ییزو خبریالانو او رسنوالو ژوند ته سخته اندېښنه لري.

د سي پي جی بنسټ اجرایي مدیر جویل سیمون ویلي:"امریکا د افغان خبریالانو په برخه کې ځانګړی مسوولیت لري. افغان خبریالانو افغانستان کې د خبر رسولو فضا توده ساتلې او د افغانستان پېښې یې رپوټ کړې دي. د بایډن حکومت کولی شي او باید  خپله ټوله وسه وکړي، چې د وینا ازادۍ ساتنې او د خطر سره مخامخ خبریالانو، عکاسانو او نورو رسنوالو نه دفاع لپاره لاس په کار شي."

دغې کمیټې ویلي، د نږدې ۳۰۰ خبریالانو قضیې ورسره ثبت شوي اوارزولي، چې غواړي امنیت یې خوندي شي. دغه راز د نورو سلګونه خبریالانو قضیې څېړي.

د حامد کرزي په نړۍوال هوایي ډګر کې د ستونزو له کبله یوازې د ګوتو په شمار خبریالان یا امریکا او یا هم کوم درېیم هېواد ته تللي، چې بیا یې د امریکا د ویزو غوښتنه وارزول شي -  اوس ګڼ خبریالان په افغانستان کې دي.

د پوسټ ورځپاڼې نن خپل رپوټ کې ویلي، هغه افغان خبریالان چې له نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او وال سټریټ ژورنال سره یې کار کاوه، و نه توانېدل چې له افغانستان نه ووځي.

د امریکا ولسمشر ته استول شوي لیک کې، رسنیو غوښتي، چې د خبریالانو او رسنوالو د خوندي وتلو لپاره دې لاس په کار شي.

د سي پي جی کمیټه، اوس د ۴۵ خبریالانو قضیې څېړي، چې اکثره یې د ښځینه خبریالانو دي او طالبانو ګواښلي دي. دغه خبریالانې ځکه خطر کې دي، چې تېر کې یې د ښځو د حقونو په هکله رپوټونه جوړ کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه