Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریال سید معروف سادات ننګرهار کې خاور ته وسپارل شو

د خبریال سید معروف سادات جنازه د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

سادات تېرماښام په جلال اباد کې هغه مهال د نامعلومو وسله والو په بريد کې ووژل شو چې له خپل يوه زوی سره يوې مېلمستیا ته روان و.

په دې پېښه کې درې نور کسان هم وژل شوي او د نوموړي د زوی په ګډون دوه نور ټپيان ‌دي.

خبریال سیدمعروف سادات شاوخوا دوه لیسیزې په ختیځ زون کې له بېلابېلو رسنيو دندې ترسره کړي.

هغه څو کلونه د يوې سیمه ييزې راډيو مسوول مدیر و، خو وروسته يې له يو شمېر ملي رسنيو سره د خبریال په توګه دنده پيل کړه. 

نوموړی په دې وروستيو کې د ننګرهار د کلیو پراختیا ریاست سره د مطبوعاتو برخه کار کړی و او وخته ناوخته يې په ټلويزيوني بحثونو کې هم ګډون کاوه.

سید معروف سادات تېر ماښام يوې مېلستیا ته روان و چې نامعلومو وسله والو له لوري يې پر موټر ډزې وشوې او ووژل شوو. په دې پېښه کې د نوموړی زوی هم ټپي شوی دی. 

د وژل شوي خبریال پلار  سید ولي شاه وايي:«موږ په دغې سیمه کې ډېر کلونه ژوند وکړ او فکر نه کوم چې څوک دې له موږه ناراضه وي.»

د وژل شوي خبریال ورور اجمل هم وویل:«موږ نه له چا سره ستونزه لرله، نه هم دښمني او نه مو چا ته ضرر رسولی دی. نه پوهېږم چې کومې ډلې دا کار کړی دی.»

د ننګرهار ولايت خبريالان وايي، دې پېښې اغېزمن کړي او که چېرې دا داسې وژنو مخنیوی ونه شي ډېر خبریالان به دندې پرېښودو ته اړ شي.

خبریال جاوېد رازمند وايي:«په تېر حکومت کې هم خبریالان دا ډول په نښه کېدل او نه څرګندېده چې چا هغوی په نښه کړي دي.»

د یادونې ده چې د پخواني حکومت په وروستي کې په ننګرهار ولايت کې د يوه خصوصي ټلويزيون اوه کاروونکي وژل شوي وو او ګن نور بې امنیتي تهدیدو سره مخ وو.

سید معروف سادات په ختیځ زون کې له بېلابېلو رسنیو سره د خبریال په توګه دندې ترسره کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه