Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بې پولي خبریالان سازمان د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښټونکی شو

د بې پولې خبریالانو سازمان په یوه لیک کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي استازي ریچارډ بنټ څخه غوښتي دي چې په بیړه په افغانستان کې خبریالانو، رسنیو او بیان ازادۍ څخه ملاتړ وکړي.

د بې پولې خبریالانو مسوول رضا معیني وویل:«هر اقدام چې پر رسنیو او خبریالانو د فشار په برخه کې هر اقدام او حتا په کاري چاپېریال کې یې نیول یوه ډېره مهمه مسله ده، غیرقانوني او په ټولیزه بڼه، خپل سري ده. موږ د دغو اقداماتو د مخنیوي غوښتونکي یوو او دا لیک مو هم په څرګنده خپور کړ.»

دغه بنسټ په دغه لیک کې د خبریالانو د نیونو او د رسنیزو بنسټونو په کار کې پر د لاسوهنې پر زیاتېدو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ژرونالیستانو د ټولنې رسنیز مسوول مسرور لطفي څرګندوي:«هر عملي کړنه چې د خبریالانو او د رسنیو په ټولنه کې د شته ننګونو د حل لپاره د خبریالانو او ملي او نړۍوالو خبریالانو له خوا ترسره کېږي خپله اغېزمنتیا لري او موږ له هغې هرکلی کوو.»

بل خوا خبریالان وایي،چې د خبریالانو پر وړاندې به د محدودیتونو دوام منفي پایلې ولري.

خبریال هارون مجیدي وايي:«هغه د وېرې او ډار چاپېریال چې رامنځته شوی دی، څرګنده ده چې خبریال په سانسور لاس پورې کوي او له فعالیته لاس په سر کېږي او دا د دې لامل کېږي چې خلک هغه څه چې روان دي نه خبرېږي او د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت په نامه شتون ونه لري.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د رسنیو د سرغړونو او تخطۍ د څېړنې د کمېسیون پر جوړېدو کار روان دی. د دغه وزارت په وینا، د دغه کمېسیون په جوړېدو سره به د خبریالانو د کار پر وړاندې ستونزې حل شي.

د اطلاعاتو  او کلتور وزارت د نشراتو مسوول عبدالحق حماد وویل:«اسلامي امارت د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو ارزښتونو ته ژمن دی.»

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنه  کړې وه، چې د امنیتي ادارو د لاسوهنو د کمېدو لپاره به د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون او د رسنیو او حکومت ګډ کمېسیون جوړ کړي. خو له دې ژمنې نه د درېیو میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه دغه کمېسیونونه نه دي جوړ شوي

بې پولې خبریالانو په یوه لیک کې د افغانستان د آزادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه