Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاپیسا ولایت کې د یوه ځايي خبریال نادرکه کېدل

د کاپیسا د سیمه ییز خبریال عبدالحنان محمدي کورنۍ ادعا کوي چې عبدالحنان محمدي د یکشنبې ورځې له غرمې راهیسې له خپل یوه ملګري سره له حصه اول ولسوالۍ نادرکه شوی دی.

د عبدالحنان محمدي ورور اسحاق محمدي وايي:«خبر مو نه درلود او اوس یې موږ ته احوال را کړ چې هغوی کاپیسا کې د اسلامي امارت استخباراتو نیولي دي، موږ له هغوی هیله لرو چې زموږ ورور بې ګناه دی او ازاد یې کړي.»

بل لورته په دایکنډي کې د یوې سیمه ییزې راډیو د مسوول مدیر میرزا حسیني او په پکتیا کې د یوې بلې سیمه ییزې راډیو د مسوول مدیر جماالدین دلدار خپلوان هم ادعا کوي چې له دوو اونیو راهسیې نادرکه دي او د هغو د برخلیک په تړاو معلومات نه لري.

د میرزا حسیني مېرمن سکینه حسیني څرګندوي:«له موږ سره یې ژمنه کړې وه چې شنبې یا یکشنبې ازادېږي، خو اوس اوه شاورزو کېږي چې د هغه په هکله هېڅ معلومات نشته.»

په ورته مهال د رسنیو ځینې ملاتړي بنسټونه هم د دغو خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو د برخلیک د روښانه کیدو غوښتونکي دي.

د افغانستان د خبریالانو بهیر رییس راشد صدیقي وايي:«که چېرې دا وضعیت دوام وکړي او نظام پاملرنه ونه کړي، موږ به د یوه بد ناورین په تمه واوسوو او موږ به له دې اړخه د خبریالانو په هکله اندېښمن یوو.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د خبریالانو نیول کېدل ردوي او زیاتوي که چېرې خبریالان نیول شوي هم وي؛ نو د خبریالۍ د چارو په تړاو نه دي نیول شوي؛ بلکې هغوی د نورو تورونو په تړاو نیول شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«که چېرې څوک د خبریال په نامه نیول شوي وي د تنبیې او افهام او تفهیم او د خبریالۍ له مسایلو هغه خوا به وي د رسنیز او خبریالۍ په کار پورې نه اړوندېږي.»

بې پولې خبریالان په افغانستان کې د رسنیزو سرغړونو د کمیسیون د جوړولو د چارو نه پرمختګ د خبریالانو د نیول کېدو ستر لامل ګڼي او وایي د دغه کمیسیون رامنځته کیدل کولای شي د خبریالانو په خپلسرې ډول د نیول کېدو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه