Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دپناه غوښتنې دوسیې د نه څېړلو په پار اسلام اباد کې د افغان خبریالانو لاریون

یو شمېر افغان خبریالانو په اسلام‌اباد کې د یوه لاریون پر مهال د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

دوی وايي، له څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې بې‌برخلیکه پراته دي او زیاتوي، هغو بنسټونو چې له پاکستانه نورو هېوادونو ته د افغان خبریالانو د لېږ په برخه کې یې له دوی سره ژمنې کړې وې، تر دې مهاله یې نه‌دي عملي کړي.

دغو خبریالانو په خپلو شعارونو کې د افغان خبریالانو د ژغورلو غوښتنه کړې او ورته مهال یې د کاناډا له حکومته هم غوښتنه کړې چې پر هغو ژمو عمل وکړي چې له افغان خبریالانو سره یې کړې وې.

خبریال رفیع الله نیکزاد وویل:«میاشتې میاشتې کېږي چې موږ پاکستان ته راغلي یوو او په بې برخلیکۍ کې یوو. د کاناډا له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره زموږ دوسیو ته پاملرنه وکړي.»

خبریال طاهر سدید هم وايي:«له بهرنیو هېوادونو او په اروپايي هېوادونو کې د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو څخه زموږ غوښتنه دا ده، د هغو خبریالانو چې په پاکستان کې دي رسېدنه وکړي.»

د وېزې نه تمدیدېدل او په پاکستان کې د ژوندانه د لګښتونو لوړوالی نورې هغه ستونزې دي چې دغلته یې د خبریالان له سخت وضعیت سره مخ کړي دي.

     خبریال عصمت الله درویش څرګندوي:«له پاکستان څخه هم زموږ غوښتنه دا ده چې د ویزې د تمدید په برخه کې او د خبریالانو د کورنۍ د غړو په هکله چې ویزې نه لري همکاري وکړي.»

نادیې څو میاشتې وړاندې بېلابېلو هېوادونو ته د رسېدو په نیت افغانستان پرېښېود او اوس په اسلام آباد کې شپې ورځې تېروي. دا وایي چې په هېواد کې یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی دی، خو د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یې هېواد پرېښود.

 خبریاله نادیه ګلاب زاده څرګندوي:«تر هغې چې د دوی غږ وا نه ورېدل شي او دوسیې یې ونه منل شي، دا لاریونونه به دوام ولري او موږ هم ورسره یوو.»

شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي، چې په دې ډله کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکی هم شامل دي. ډېری دغه هېوادوال اوس مهال په تمه دي، چې د پناه غوښتنې دوسیې یې وڅېړل شي او لوېدیځو هېوادونو ته ولاړ شي.
 
شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي، چې په دې ډله کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکی هم شامل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه