Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان د امنیتي پېښو په پوښښ کې له ستونزو سره مخ دي

یو شمېر خبریالان وایي چې، له امنیتي پېښو وروسته معلوماتو ته لاسرسی نه لري او د اسلامي امارت ځواکونه د پېښې له ځایه د تصویر اخیستو اجازه نه ورکوي.

د دغو خبریالانو په باور، د اسلامي امارت ځواکونه د امنیتي پېښو د خبري پوښښ پر مهال له خبریالانو سره بد چلن کوي او اسلامي امارت باید دې برخه کې پاملرنه وکړي.

خبریال شاه آغا وايي:«د پېښې ځای کې خبریال ته اجازه نه ورکول کېږي. کله چې خبریال خبرتیا ونه لري، لیدونکي ته معلومات نه شي رسولای چې دا یوه ستره ستونزه ده. اسلامي امارت باید په دې هکله کوټلي ګامونه پورته کړي.»

خبریال وسیم هم وویل:«خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ولاړ شي او پېښه په سمه بڼه وپوښي او خلکو ته معلومات ورسوي. خلک غواړي کره معلومات ولري.»

برېښنا چې په یوه کورنۍ رسنۍ کې کار کوي او څو ځله د امنیتي پېښو پرمهال د رپوټ برابرولو لپاره تللې ده. وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو اجازه نه ده ورکړې چې د پېښې له ځایه تصویر واخلي.

خبریاله برېښنا څرګندوي:«د خبریالانو لپآره اصلاً اجازه نه ورکول کېږي چې له سیمې انځور واخلي او پېښه خلکو ته وښيي.» 

د افغانستان د ازادو خبریالانو د انجمن رییس حجت الله مجددي وايي:«له بده مرغه شکایتونه شته چې په ځينو موردونو کې په ځانګړې توګه په امنیتي پېښو کې خبریالانو ته د پوښښ اجازه نه ورکول کېږي. هیله لرم چې امنیتي ارګانونه په دې برخه کې همکاري وکړي، څو هغه واقعیتونه چې خلک باید پوه شي ترې خبر شي.»

له بلې خوا، د اسلامي امارت ویندویان وايي چې د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره ته د پېښې ځای ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«په ځينو ځایونو کې چې امنیتي ستونزې وي، له دې امله نه شوو کولای خبریالانو ته اجازه ورکړو چې خدای مه کړه کومه پېښه ونه شي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي څرګنده کړه:«په یو ځای کې چې پېښه رامنځته کېږي، باید احتیاط وشي. امنیتي چارواکي مسوولیت او دنده لري چې د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي له دې ډلې رسنۍ هم د ټولنې یوه ډېره مهمه طبقه ده.»

یو شمېر خبریالان ادعا لري چې ځینې همکاران یې د امنیتي پېښو په اړه د رپوټ برابرولو پرمهال د طالب ځواکونو له خوا وهل ټکول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه