Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو له استازو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت غونډه

د اطلاعات او کلتور وزرات مسوولانو د رسنيو له استازو او رسنيزو بنسټونو سره د رسنيو پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو په اړه خبرې اترې وکړې.

اطلاعاتو ته لاسرسی، اقتصادي مسايل او د پېښو د پوښښ څرنګوالی د دې ناستې مهم مسايل وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو د رسنيو استازو ته وايي، چې د رسنيزو سرغړونو د کمېسيون د کار له پيل سره به د رسنيو ډېرې ستونزې حل شي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه وايي:«زه دا اطمینان درکوم، کوم کمېسيون چې موږ اوس ټاکلی په هغې کې هم يوازې دا هدف نه دی، چې موږ رسنۍ په نښه کړې دي. نه په هغه کې دا دي، چې زموږ لخوا که کوم نه پوهاوی راغلی وي، هغه ته به پوهاوی راولو؛ که په رسنيو کې وي هغوی به پوهوو او که کوم څه چې تر منځ راځي، کېنو به پر مېز به يې حلوو.»

د دغه وزارت مسووولان همدارنګه وايي، چې د رسنيو بندول د اسلامي امارت پاليسي نه ده او په تېر يوه کال کې اکثره رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد وویل:«په تېر يوه کال کې ځينې رسنۍ بندې شوې. په دې باندې ټول ورونه قانع يوو، چې د دغو رسنيو د بندېدو عوامل د اسلامي امارت پاليسي او حاکمیت هېڅکله نه دی. موږ تر اوسه هېچا ته نه دي ويلي، چې تاسې خپله رسنۍ بنده کړئ.»

په دې ناسته کې د رسنيو استازو او رسنيزو نهادونو خپلې ستونزې د اطلاعات او کلتور وزارت له مسوولينو سره شريکې کړې.

د غونډې ګډونوالو له اطلاعات او فرهنګ وزرات غواړي، چې معلوماتو ته د خبريالانو لاسرسی اسانه او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي.

د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسيون وياند بشير هاتف وویل:«په دې تېر يوه کاله کې که رسنۍ باقيداره پاتې شوې دي، ځکه بازارونه خراب دي، اقتصادي ستونزې دي. غوښتنه زموږ دا ده، که چېرې ستاسې له صلاحيته کېږي او که د وزيرانو شورا ته يې وړاندې کوئ. ايجاب د دې کوي، تر څو رسنۍ خپل فعاليت ته دوام ورکړي.»

د کابل نیوز استازی صميم فروغ فيضي وايي:«يو شمېر حکومتي وياندويان، خبريالانو ته معلومات پر وخت نه ورکوي. متاسفانه له دوه ورځو وروسته د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکوي چې دا يوه جدي ستونزه ده او پاملرنه بايد ورته وشي.»    

د طلوع نيوز د خبر مدير عصمت الله نيازی څرګندوي:«متاسفانه چې تر اوسه، يعنې د يو کال په تېرېدو موږ د رسنيو په برخه کې کوم مشخص قانون و نه ليد. او هغه څه چې د حکومت له لوري رسنيو ته سپارل شوي، د يو دستور يا فرمان په حد کې وو.»

دغه وزارت وايي، چې په تېر يوه کال هېڅ خبريال د رسنيزو فعاليتونو له امله نه دی بندي شوي او په دې موده کې د خبريالانو د قصدي وژلو هېڅ پېښه هم نه ده ثبت شوې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه