Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا ولایت کې اته رسنۍ تړل شوې دي

په پکتیا کې د تېر یوه کال راهیسې څلور راډیوګانې، درې چاپي رسنۍ او یوه انلاین رسنۍ تړل شوې ده.

د ځينو رسنیو مسوولان وايي چې دغه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي چې د وضعیت د دوام په صورت کې، نورې سینۍ به هم وتړل شي.

سيمه ايز خبريال عبدالرشيد جلالزی وايي:«د ګردېز غږ راډیو چې له تېرو دوولسو کلونو را په دې خوا یې فعالیت کاوه، متاسفانه وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوه.»

پکتيا کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسوول ساحل منګل وویل:«تېر یوه کال کې شاوخوا اته سیمه ییزې رسنۍ تړل شوې دي چې په دې کې څلور راډیو ګانې دي، یو وېب پاڼه ده او درې چاپي رسنۍ دي.»

د سيمه ايزې راډيو مسوول اصيل ځاځی هم څرګندوي:«له اسلامي امارته غوښته کوو، کومې رسنۍ چې باقي داري لري او یا جریمه پرې راغلې، معاف یې کړي.»

د سيمه ییزو رسنيو کار کوونکي وايي مالي سرچينې یې وچې شوې او شته رسنۍ هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي، دوی د رسنيو او خبريالانو له ملاتړو بنسټونو او اسلامي امارته غواړي، چې د رسنيو لاسنيوی وکړي.

سيمه ايز خبريال سيد عمر عادل وايي:«هغه بنسټونه چې له خبریالانو او رسنیو سره مرستې کوي، که مرسته ونه کړي، پاتې رسنۍ به هم وتړل شي.»

سيمه ايز خبريال شفيق الله مال وویل:«تر ډېره ګیله له هغو بنسټونو ده چې د رسنیو د ملاتړ چیغې وهي او د رسنیو د وضعیت د خرابېدو اصلي لاملونه همدوی دي.»
 
له بل لوري د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رياست مسولين وايي د رسنيو له استازو سره وخت پر وخت ناستې لري او ستونزو ته یې رسېدنه شوې، خو د مالي ملاتړ لپاره یې دوی بودیجه نه لري.

د پکتيا اطلاعتو او کلتور رييس خالقياراحمدزی وايي:«ډېری رسنۍ لا هم له جواز پرته فعالیت لري، دوی وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله جوازونه نشي تمدیدولی.»

دا په داسې حال کې ده چې دم کړۍ څلور نورې رسنۍ د اقتصادي ننګونو سربېره لا هم فعالیت لري چې دوه رسنۍ په مرکز او دوه نورې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دي.

پکتیا ولایت کې اته رسنۍ تړل شوې دي

دم کړۍ څلور نورې رسنۍ د اقتصادي ننګونو سربېره لا هم فعالیت لري چې دوه رسنۍ په مرکز او دوه نورې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه