Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټلویزیون نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د رسنیو اقتصادي ننګونې

د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۲۴ رسنیو په رسمي توګه خپل جوازونه لغوه کړي دي.

د دې وزارت د نشراتو رييس وايي، د دغو رسنیو فعالیت د اقتصادي ستونزو له امله بند شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د رییس په وینا، یو شمېر رسنۍ له دې امله چې یوازې یې موسیقي او سریالانونه خپرول، له فعالیته لوېدلي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس مولوي عبدالحق حماد وايي: «په تېرو شلو کلونو کې ځینې داسې رسنۍ وې چې د هغوی نشرات کاملاً د اسلامي له اصولو سره په ټکر کې و، یوازې موسیقي او بې‌کاره سریالونه او نشرات یې درلودل چې هېڅ ګټه یې نه درلوده.»

نی یا د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وایي، چې په هېواد کې د څه باندې پنځوس سلنه رسنیو خپرونې د اقتصادي ستونزې له امله بندې شوې دي.

د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول ظریف کریمي وايي: «زموږ د موندنو پایلې په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د انځوریزو رسنیو د بندېدو اصلي دلیل اقتصادي ستونزې دي، د دې تر څنګ اوسنی وضعیت، د هغوی فعالیت ډول له کبله نه‌دي توانېدلي چې دوام ورکړي.»

د افغان خبریالانو د خوندېتوب کمېټې د څېړنې برخې مسوول عبدالقدیم ویاړ زیاتوي: «د ټلوېزینونو د اقتصادي ستونزو حل لپاره حکومت کولای شي ورته سب سایډي ورکړي. همداراز د حکومتي اعلانونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.»

یو شمېر خبریالان د ټلویزیون پر نړیواله ورځ له اسلامي امارته غواړي،چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبریالانو سره همکاري وکړي.

خبریال حبیب‌الله ظفري زیاتوي: «په هېواد کې چې د رسنیو پر فعالیت محدودیتونه لګول شوي دا د اندېښنې وړ دي او موږ د دې غوښتونکي یوو چې لګول شوي محدودیتونه لري شي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په هېواد کې اوه پنځوس ټلویزوینونه، ۱۶۵ راډيو ګانې او ۷۴ چاپي رسنۍ فعالیت لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس مولوي عبدالحق حماد وايي، د دغو رسنیو فعالیت د اقتصادي ستونزو له امله بند شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه