په بلخ ولایت کې د ځينو رسنیو مسوولان د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د ننګونو له زیاتوالي اندېښمن دي.
دوی په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارواکو سره په لیدنه کې، په دغه ولایت کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د ننګونو د حل غوښتنه کوي.
د آرزو ټلوېزیون مسوول عبدالبصیر عابد وايي:«پر رسنیو محدودیتونه زښته زیات دي. که چېرې جناب معین صاحب یو یادښت ونیسي او له مشرانو سره یې شریک کړي ښه به شي، باید یوه کړنلار جوړه شي چې موږ د هغه پر بنسټ خپل فعالیت ته دوام ورکړو.»
په بلخ کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول سید محمد یزدان پرست وویل:«ډېری رسنۍ ډیوالي شوې دي او ډېری خبریالان په کور ناست دي باید هغوی ته انګیزه او هیله رامنځته شي.»
له بل لوري په شمال کې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتونکي دي.
په بلخ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول عبداللطیف سهاک څرګندوي:«زموږ ستره ستونزه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ده باید ځينې ګامونه پورته کړل شي، هغه اطلاعات چې په ورځنیو راپورونو کې موږ ورته اړتیا لرو د هغه د پيدا کولو لپاره له ستونزو سره مخ نه شو.»
په همدې حال کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د خبریالانو لپاره به ځينې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونس راشد وايي:«ستاسو وړاندیزونه مو ولیکل، ان شاالله دغه وړاندیزونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو له مرستیال او په خپله وزیر صاحب سره شریکوم.»
دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې په بلخ کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو پر بنسټ په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د ۴۹ چاپي او ۳۵ راډیوګانو او ټلوېزیونونو فعالیتونه ځنډېدلې دي.
په دې اړه مو اندونه