Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسۍ پر محدودیت نیوکه کوي

ځينې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسۍ پر محدودیت نیوکه کوي او وايي چې ځينې حکومتي چارواکي په ځانګړې توګه ویاندویان اطلاعات په خپل وخت د خبریالانو په واک کې نه ورکوي.

دغه خبریالان وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې د محدودیتونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خبریاله فرخنده محبي وايي:«کله چې موږ له حکومت او چارواکو سره اړیکه نیسو یا ورته پيغام ورته اېږدو زموږ ځواب نه راکوي او یا زموږ پیغام ویني په وخت له موږ سره اطلاعات نه شریکوي.»

یو بل خبریال مصطفی شهریار هم وویل:«دا چې ویاندویان او حکومتي چارواکي د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه ورکوي ډېری خبرونه له بیلانس پرته مخته ځي.»

له دې سره سم، له خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو حق ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې، په دې برخه کې له خبریالانو سره همکاري وکړي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وویل:«هیله لرو چې اسلامي امارت په دې برخه کې د ویاندویانو په فعاله کار اچولو سره دغه نیمګړتیا حل کړي له هغې پرته، له بده مرغه چاپېریال او رسنۍ غلط او دروغجن خبرونه نیسي.»

د افغانستان د ملي ژورنالېستانو د ټولنې رسنیز مسوول مسرور لطفي هم څرګنده کړه:«که چېرې ټاکل شوي وي چې رسنیزې ټولنې ته د معلوماتو په ورکړه کې پڅوالی او ستونزې وي اطلاعاتو ته د لاسرسي حق نقض کېږي او دا کولای شي چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال وايي، اسلامي امارت او د سرپرست حکومت ویندویان مکلف دي چې، پر وخت او کره معلومات د خبریالانو او رسنیو په واک کې ورکړي.

تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له لږ او ډېر بدلون وروسته د اسلامي امارت رهبرۍ ته د تأیید لپاره استول شوی؛ خو لا تر اوسه یې د برخلیک څه څرک نه لګېږي.

خبریالان زیاتوي، د اسلامي امارت یو شمېر ویندویان اطلاعات پر وخت د خبریالانو په واک کې نه ورکوي او په وینا یې ځینې یې بیا د اطلاعاتو له ورکړې هم ډډه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه