Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حماد: د خبریالانو په حقونو دې معامله او تجارت و نه‌شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس وایي، د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه د خبریالانو په نوم ډېرې پیسې تر لاسه کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه چارواکی د افغانستان د خبریالانو او رسنيزو بنسټونو فدراسيون په غونډه کې خبرداری ورکړ، که د رسنیو ملاتړي بنسټونه یو موټی نه‌شي او د خبریالانو حقوق ضایع شي، دغه ټول بنسټونه به لغوه کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد وايي: «یا به سره یو کېږئ او یا موږ ټول لغوه کوو او نوي نهادونه ایجادوو د دې لپاره چې د بې‌چاره خبریال په حقوقو باندې بیا سوداګري و نه‌شي او د بې‌چاره خبریال پر سر باندې له چا سره معاملې و نه‌شي، څومره پروژې او فنډونه چې راځي، دا باید په شفاف ډول د کمرو او ټول ولس پر وړاندې خپلو حقدارانو ته ورسېږي.»

په‌دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نشراتو رييس عبدالحق حماد د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ډاډ ورکړ او د رسنيو له ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې د خبريالانو په نوم ترلاسه شوې پيسې دې په روڼ ډول خبريالانو ته ورکړل شي.

د خبريالانو او رسنيزو بنسټونو د فدراسيون په راپور کې راغلي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه د پخوا په پرتله زياته شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو او رسنيزو نهادونو د فدراسیون مشر تاج محمد احمدزاده وايي: «د ۲۰۲۲ کال په دویمه نیمايي کې اطلاعاتو ته لاسرسی ښه شوی دی او د دولتي ادارو ویاندویان مخکې له مخکې له رسنیو سره معلومات او اطلاعات شریکوي.»

خو يو شمېر خبريالان وايي چې لا هم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې ستونزې شته او خبريالان تل ځورول کېږي.

خبریال شکیب احمد نظري وايي: «زموږ یو له سترو محدودیتونو څخه اطلاعاتو ته لاسرسی دی، له بده مرغه موږ اطلاعاتو ته له حد ډېرو معلوماتو ته لاسرسی نه‌لرو.»

خبریاله یلدا جهانګير افغان زیاتوي: «موږ ته ډېره ستونزه ده چې هر ځل وزارت ته لاړ شو، مکتوب واخلو او که دا کار و نه‌شي، تاسو پوهېږئ چې زموږ خبریالان حوزې ته هم وړل شوي.»

د دې غونډې ګډونوالو په یوه ګډ پریکړه‌لیک کې له اطلاعاتو او کلتور له وزارته وغوښتل چې د رسنیو په کار کې د غیر مسوولو بنسټونو د لاسوهنې مخه ونیسي.

در گزارش فدراسیون نهادهای خبرنگاران و رسانه‌ها آمده است که دست‌رسی به اطلاعات نسبت به گذشته زیادتر شده است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه