Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بدخشان کې "صدای بانوان" راډیو خپلې خپرونې بېرته پیل کړې

په بدخشان کې د "صدای بانوان" راډیو چې یوه اوونۍ مخکې د اسلامي امارت له نشراتي پالیسۍ د سر غړونې له امله تړل شوې وه، نن (پنج‌شنبه) یې خپلې خپرونې له سره پیل کړې.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د دې راډیو د مسوولانو له لوري د ژمنې ورکولو وروسته یې دې راډیو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي: «دې بنسټ ژمنه وکړه چې دوه مواردو ته ژمن دي، موږ نن راغلو، د سټوډیو دروازه مو ورته پرانیستله. ان‌شاء الله چې سمې او ګټورې خپرونې وکړي او د ښځو له ادرسه دوی وکولای شي یو شمېر ښځې په کار او دندې بوختې کړي.»

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، دغه راډیو د موسیقۍ د خپرولو او د نارینه کارکوونکي د لرلو له امله تړل شوې وه.

په بدخشان کې د صدای بانوان راډیو مسووله ناجیه سروش وايي: «د اطلاعاتو او کلتور د رییس دفتر ته لاړو او ژمنه مو وکړه چې نور به هڅه کوو د دا ډول ستونزې چې موزیک خپور شوی او یوه رسنیزه تېروتنه ورته ویل کېږي، بیا دا ډول تېروتنه و نه‌شي.»

په بدخشان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي مسوول محب‌الله سیدي وايي: «د نارینه‌وو پر تله ښځې ډېر محاطبان لري، یوه ښځينه رسنۍ او راډیو د بدخشان خلکو ته اړتیا ده چې فعالیت ولري او ښځينه اورېدونکو ته ګټورې خپرونې ولري.»

د ښځو غږ راډیو یو شمېر کارکوونکې چې کار ته ستنې شوې دي، خوښې دي.

د ښځو غږ راډیو کارکوونکې نجلا شیرزاد وايي: «اوس موږ د رسنیو له مرستندویه بنسټونو څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

د ښځو غږ راډیو کارکوونکې سویتا وايي: «دا تېره یووه اوونۍ په موږ ډېره ستونزمنه تېره شوه، ځکه موږ په کور کې و او کومه ځانګړې برنامه مو نه درلوده.»

اوس‌مهال په بدخشان کې دوه انځوریزې او لس غږیزې خصوصي رسنۍ فعالیت کوي چې له دې منځه دوه رسنۍ د ښځو له لوري اداره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه