د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکونکي په افغانستان کې پر رسنیو ورځ تر بلې د محدودیتونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
ښاغلي بېنټ د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت، افغانستان کې خبریالي اړینه بللې او په افغانستان کې د خبریالانو د ټولنې د ملاتړ غوښتونکی شوی دی.
د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي:«خبریالي په افغانستان کې اړینه ده. زه په رسنیز چاپېریال مخ په زیاتېدونکي محدودیتونو او د خبریالانو په خپل سرو نیونو ته اندېښمن یم . زه له نړۍوالې ټولنې غواړم چې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.»
له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د افغانستان لپاره د هالنډ او برېټانیا سفارتونو په جلا جلا ټویټونو کې ټینګار کړی چې، په افغانستان کې د خبریالانو غږ باید واورېدل شي.
افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېګر وايي:«افغان خبریالان په اصل کې د افغانانو غږ دی چې د هغوی پیغامونه منعکسوي. د هغوی غږ باید واورېدل شي. د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت موږ په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ملاتړ په برخه کې سره متحد یو.»
د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت د اېکس پر خواله رسنۍ لیکلي:«د رسنیو د ازادۍ په ورځ موږ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د رول په ګډون د ازادو او خپلواکو رسنیو غوښتونکي یو. دا د مهمو مسایلو لکه د اقلیمي بدلون په تړاو د کره راپور ورکولو د تضمین لپاره حیاتي ده.»
داسلامی امارت ویاند هم په هېواد کې د خبریالانو په ملاتړ ټینګار کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو له فعالیتونو سره همکار دی او ټولنې هغه رسنۍ چې په هېواد کې فعالیت لري، همکاري لري. له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره غونډې جوړوو.»
خو يو شمېر خبريالان په هېواد کې رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د پله په توګه بولي او معلوماتو ته پر وخت د لاسرسي غوښتنه کوي.
خبریال محمد رقیب فیاض وايي:«رسنۍ د حکومتي اصلاحاتو، د نظم د تامین او د ټولنې د ناخوالو د حذف په برخه کې مهم رول لوبوي.»
بل خبریال محمد لایق هم څرګندوي:«باید د خبریالانو او مسوولانو ترمنځ همغږۍ غوندې جوړې شي او همدا ډول د مسوولان باید پر خپل وخت اطلاعات د خبریالانو په واک کې ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د ازادۍ د هغه نوملړ له مخې چې د افغانستان د بې پولې خبریالانو له لوري خپور شوی، افغانستان د خبریالانو د وژل کېدو او نیول کېدو له امله د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې شپږ ویشت درجې راټیټ شوی او ۱۷۸ ځای یې خپل کړی دی.
په دې اړه مو اندونه