Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دلاسته‌راوړنو تشریح پروګرام له پیل سره هم‌مهال دبیان له ازادۍ د ملاتړ اعلان

د ريیس الوزرا د دفتر عمومي ريیس نن (چهارشنبې، د زمري پر ۱۰مه) د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام د پیل په مراسمو کې ویلي چې، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي.

ملا عبدالواسع همدارنګه زیاته کړې چې، د رسنیو فعالیتونه د روڼتیا او د ښې حکومتولۍ لپاره لار هواروي.

د ريیس الوزرا د دفتر عمومي ريیس وویل:«رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د پله حیثیت لري او د رسنیو له لارې د ملت غږ تر دولت او همدارنګه د مسوولانو خبرې تر ولسه رسوي چې، دا کار د ډاډ او همکارۍ فضا رامنځته کوي.»

د رييس الوزرا د دفتر عموي ريیس همداراز زیاتوي، د هېواد د پرمختګ لپاره حکومت، خلک او رسنۍ ګډ مسوولیت لري او په وینا یې اسلامي امارت هڅې کوي چې، له شته امکاناتو په ګټې اخیستو کره اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

ملا عبدالواسع په دې هکله څرګنده کړه:«له شته امکاناتو څخه په استفادې هڅه کوو چې، خبریالانو ته ریښتني معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي او په دې تړاو مو تل هڅې کړي چې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لارې د ځينو پروګرامونو ترسره کولو سره دا چاره لا اسانه او پياوړې کړو.»

له دې سره سم، د حکومت د رسنیو مرکز رييس له حکومتي ادارو غواړي چې، د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په بهیر کې له خپلو لاسته‌راوړنو کره اطلاعات له رسنیو سره شریک کړي.

د رسنیو مرکز رييس نعیم الحق حقانی هراتی وايي:«په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت له مسوولانو زموږ تمه دا ده چې، له خپل حضور سره،د خپلو ادارو د ټولو تحولاتو او لاسته‌راوړو په تړاو د هڅونې او عامه پوهاوي لامل وي.»

د حکومت د رسنیو د مرکز د مسوولانو په وینا، د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام د روان هجري - لمریز کال د زمري میاشتې له لسمې پیل او د وږي میاشتې تر پایه به دوام ومومي.

د رييس الوزرا د دفتر عموي ريیس همداراز زیاتوي، د هېواد د پرمختګ لپاره حکومت، خلک او رسنۍ ګډ مسوولیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه