Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له مجازاتو د خوندیتوب د پای ته رسولو نړۍواله ورځ او د خبریالانو غوښتنې

له مجازاتو د خوندیتوب د پای ته رسولو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د اسلامي امارت د درې کاله واکمنۍ په موده کې یې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له حقونو د نقض لږ تر لږه ۴۴۷ قضیې او د خبریالانو د نیول کېدو څه باندې ۲۲۰ پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د افغانستان د خبریالانو مرکز د اسلامي امارت د واکمنۍ په درېیو کلونو کې (د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د اګست تر ۱۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې د ۱۴۰۳ کال د زمري له ۲۴مې سره سمون لري) د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو د سرغړونې لږ تر لږه ۴۴۷ پېښې ثبت کړي چې، درې د وژنې، لسګونه د ګواښونو او له ۲۲۰ ډېرې د خبریالانو د نيونې پېښې دي.»

بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې، دغه وزارت په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو د ښه کېدو لپاره هڅې کوي، او د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون د خبریالانو ټولو ستونزو ته رسېدنه کړې ده. 

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو نیول ردوي، او زیاتوي چې، د اسلامي امارت د درې کلنې واکمنۍ په موده کې هېڅ خبریال د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله نه‌دی نیول شوی.
 
ښاغلی غفران زیاتوي:«هېڅ خبریال د خبریال په توګه نیول شوی نه‌دی. که‌چېرې کومه پېښه شوي وي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اړوندو دولتي ادارو سره په وخت حل کړې ده.»

بل پلو، ځينې خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو د اړوند دوسیو څېړنه مهمه بولي او د رسنیو اړوند قانون پر تصویب ټینګار کوي.

د افغانستان د خبریالانو د ټولنې رییس حفیظ‌الله بارکزی څرګندوي:«اوس ډېره اړینه ده چې، د ټولیزو رسنیو قانون ژر تر ژره نافذ شي او رسنیزې ټولنۍ په واک کې ورکړل شي. د هغه ترڅنګ موږ البته اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې ځينې ستونزې هم لرو چې، هغه هم کرار کرار د حل کېدو په حال کې دي.»

خبریال ذبیح‌الله شریفي هم په دې هکله وايي:«د خبریالۍ کار، د خلکو لپاره د بې‌پرې اطلاع رسونې کار دی او هر څوک چې، د خبریال پر ضد د کوم جرم لامل کېږي، باید معاف نه‌شي او له پامه ونه‌غورځول شي. د خبریالۍ کار او رسنیو د فعالیت د مسیر د مشخص کېدو لپاره، غوره ده چې، د ټولیزو رسنیو قانون ژر تر ژره تصویب او وروستۍ کړي.»

اخوا، ملګري ملتونه د دې ورځې په مناسبت وایي چې، په وروستیو کلونو کې په جګړه ځپلو سیمو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او مرګ ژوبله ډېره شوې او د یونسکو د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۶ کال راهیسې د خبریالانو د وژنو ۸۵ پېښې ناحل شوې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په دې هکله ویلي:«د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو د نوي راپور له مخې، د دغه سازمان له خوا له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ثبت شویو ټولو وژنو ۸۵ سلنه ناحل شوې ګڼل کېږي.»

د نومبر دویمه په ۲۰۱۳ کال کې د ملګرو ملتونو د اسامبلې په ۶۸مه غونډه کې د خبریالانو پر وړاندې د شویو جرمونو له مجازاتو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په توګه اعلان شوه. دا ورځ هر کال د هغو خبریالانو د یاد په موخه لمانځل کېږي چې، د خبر رسونې په لار کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلی غفران د خبریالانو نیول ردوي، او زیاتوي چې، د اسلامي امارت د درې کلنې واکمنۍ په موده کې هېڅ خبریال د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله نه‌دی نیول شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه