Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عباس ستانکزی: د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی نن (چهارشنبې)، په علومو اکاډمۍ کې په یوه سیمینار کې، په هېواد کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د واټن پر لرې کولو ټينګار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرسیتال د علومو اکاډمۍ د «اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د رسنیو رول» تر سرلیک لاندې سیمینار کې له سرپرست حکومته غوښتي چې، په هېواد کې د رسنیو د لا پياوړتیا لپاره له هغوی سره همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې هکله وايي:«دلته واټن او فاصله د رسنۍ او حکومت ترمنځ نه‌وي. حکومت او رسنۍ باید سره یو وي؛ نو ددې لپاره، زموږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت او هغو ملګرو ته چې،  »

 ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي په دغه سیمینار کې، له رسنیو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال په دې هکله وویل:«موږ هېڅکله له رسنیو سره د تقابل لار نه‌ده غوره کړې. د رسنیو لپاره مشخص ادرس موجود دی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت دروازه د رسنیو پر مخ پرانیستې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر اوسه د هېواد د رسنیو اړوند قوانین نه‌دي تصویب شوي.

تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د روان هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شپږمه نېټه په پکتیا کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و چې، د رسنیو پخوانی قانون له شریعت او د اسلامي امارت له اصولو سره سم دی او له ډېرو کمو بدلونونو سره به رسنیو ته په واک کې ورکړل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه