Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اطلاعاتو ته د لاسرسي او ننګونو لرې کولو په برخه کې د حکومت هڅې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه په ټولنه کې د ذهنیت جوړونې په برخه کې د رسنیو فعالیتونه مهم ګڼي.

هغه په کابل کې د ویندویانو او د رسنیو له مسوولینو سره په همغږۍ غونډه کې زیاته کړه، دغه بنسټ هڅې کوي چې، د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې هم حل کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه وايي: په کرار کرار موږ غواړو چې دې ته پرمختګ ورکړو، داسې برنامې شته، داسې پروګرامونه شته چې هم زموږ هېوادوال ورته غوږ نیسي او استفاده ترې کولای شي.

په دغه پروګرام کې د کورنیو چارو وزارت ویاند د وزارتونو او دولتي ادارو د ویاندویانو په استازیتوب د ویاندانو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ له رامنځته کولو ډاډ ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع بیا وايي: «دا زموږ ګډ مسوولیت دی. موږ او تاسو همکاران یو، په یوه لیکه کې کار کوو او له تاسو مننه کوو. ځینې غوښتنې هم لرو چې له موږ سره همکاري وکړئ. ژمنه کوو چې په راتلونکي کې، که د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې کومه ستونزه وي، ان‌شاءالله پاملرنه به وشي.»

د رسنیو د مصؤنیت کمېټې سرپرست، عبدالقدیم ویاړ وايي: زما غوښتنه بیا هم دا ده چې که دا موضوع یو څه لوړه شي. د یوه کمیسیون چوکاټ کې وي او صلاحیت یې زیات وي دا به ډېره ښه وي.

بل لور ته د رسنیو یو شمېر مسوولینو، اطلاعاتو ته له لاسرسي د ستاینې ترڅنګ د وزارتونو او دولتي ادارو له ویاندویانو څخه وغوښتل چې کره او پر وخت معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي.

د رسنیو مسوولینو دغه راز د کورنیو رسنیو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د طلوع نیوز مسوول، ذبیح الله سادات وايي: موږ او تاسې ته جوته شي چې ممکن ځینې داسې شوم پلانونه په بهر کې و اوسيږ چې هیڅکله هم نه غواړي چې په کوردننه رسنۍ او دولتي بنسټونه دې سره همغږي اوسي. یو غږ دې و اوسي او د افغانستان واقعي تصویر دې خپور کړي. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرندویې معین وايي: د رسنیو د حامي بنسټونو په نوم او د بېلابېلو فدراسیونونو په نوم یو ډول ګډوډي موجوده ده. ډیری خبریالان موږ ته راځي او له دې سر ټکوي. 
یو خبریال، روح الله علیزی وايي: له بده مرغه موږ په دې تېرو شلو کلونو کې ادرسونه درلودل چې د ژورنالیستانو حقونه خوندي کړي خو څه ډول چې باید وای، توقع ترې نه ده شوی نو وړاندیز دی چې رسېدنه ورته وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري دغه پنځه ورځنی پروګرام د وزارتونو او دولتي ادارو د ویاندویانو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه جوړ شوی وو.
 
هغه د رسنیو له مسوولینو سره په همغږۍ غونډه کې زیاته کړه، دغه بنسټ هڅې کوي چې، د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې هم حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه