Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راډیو؛ هغه رسنۍ چې اوس هم د خلکو په زړونو کې ځای لري

نن د فبرورۍ دیارلسمه؛ د راډیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

په لومړي ځل ۹۹ کاله مخکې په هېواد کې راډیویي شبکې په فعالیت پیل وکړ او د کلونو په تېرېدو او همداراز د اطلاع رسونې په برخه کې د پرمختللو وسایلو په رامنځته کېدو سره لا هم راډیو ځانګړي اورېدونکي لري.

راډيو په افغانستان کې د يوې مهمې او اغېزناکې رسنۍ په توګه په ۱۳۰۴ هجري لمريز کال کې د کابل په کوټې لندني سيمه کې فعاليت پيل کړ، خو هغه مهال د ځینو دلایلو له امله بنده شوه.

تر ۱۶ کلونو وروسته راډیو په ۱۳۲۰ هجري لمریز کال کې د مخابراتو پخواني وزارت ته څېرمه په یوه دوه پوړیزه ودانۍ کې بیا فعالیت پیل کړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی لوړپوړی سلاکار، فقیر میوند په دې اړه وايي: له لندني کوټې نیولې بیا تر ارمان راډیو پورې کومې د خوښۍ او خوشالۍ او غمجنې ورځې نه وې چې راډیو کې خپرې نه شوې. 

د کلونو په تېرېدو سره راډیو په افغانستان کې د معلوماتو یوه باوري سرچینه پاتې شوې ده.
 
۷۴ کلن محمد اکبر زرګر چې د راډيو يو له پيژندل شويو څیرو څخه دی، وايي، چې په پخوانيو وختونو کې هم خلکو په ځانګړې توګه ټکسي چلوونکو راډيو اورېدلو ته ډېره لېوالتيا درلوده او دا يې د خبرونو د ترلاسه کولو او تفريح غوره وسيله ګڼله.

د کابل اوسېدونکی، محمد اکبر زرګر په دې اړه وايي: چا چې به پخوا راډيو اخیسته، زما په یاد دي چې موږ به د هغه سړي کور ته تللو او قند به مو له ځان سره وړل بیا به یې موږ ته لس یا شل دقیقې راډیو لګوله. 

د کابل ښار اوسېدونکی، نور زمان وايي: لس کاله کیږي چې په کابل ښار کې ټکسي چلوم، راډیو او راډيويي خپرونې اورم. ښې خپرونې دي.

په وروستیو کلونو کې د تکنالوژۍ له پرمختګونو سره سره راډیو لا هم د هېوادوالو ترمنځ ځانګړی ځای لري. 

د آرمان او ارکوزیا راډیوګانو سلاکار، اجمل نورزی هم وايي: د خلکو لېوالتیا ډېره وه او موږ د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د خلکو غږ رسولی دی. لکه صفایي شهر خپرونه چې مربوطه مسوول ته مو یې غږ رسولی دی. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمېرو پر بنسټ اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۳۴ راډیوګانې فعالیت لري، چې له دې ډلې ۳۳ راډیوګانو په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي.
خو ځینو نورو راډیوګانو د بېلابېلو دلایلو له امله خپرونې بندې کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران وايي: شمېرې دا دي چې نږدې ۳۳ راډيوګانو له اطلاعاتو او کلتور وزارته جوازونه اخیستي دي او اوس په هېواد کې فعالیت کوي. 

یونسکو د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ټولنو په نښلولو او له ګډو ستونزو سره د مقابلې لپاره د بیلابیلو ډلو غږ پورته کولو کې د دې رسنې پر اهمیت ټینګار کړی.
 
د فبروري ۱۳ په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه