Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان: د رسنیو قانون له نشتوالي اندېښمن یو

د کب ۲۷مه نېټه د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده. له دغې ورځې سره هم‌مهاله، په هېواد کې ځينې خبریالان د رسنیو د قانون پر نشتوالي نیوکه کوي او وايي، چې دم‌ګړۍ خبریالان له ګڼو ننګونو له هغې ډلې اطلاعاتو ته له نه‌لاسرسي سره مخ دي.

هغوی زیاته کړې ډېری خبریالان له اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.

خبریاله فریما د ټولیزو رسنیو د قانون د نشتوالي په هکله وویل:«موږ د ټولیزو رسنیو قانون درلود، چې د هغه په چوکاټ کې مو فعالیت کاوه؛ خو فکر کوم چې نن یو قانوني مشخص چوکاټ نه‌لرو، چې د هغه پر بنسټ د رسنۍ کار او فعالیت تعریف شي.»

خبریال ظفر مومند هم څرګندوي:«د خبریالانو او خبري اژانسونو لپاره ځانګړی قانون نشته، چې د قانون نشتوالي د خبر رسونې پر مهال خبریالانو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.»

د دې ورځې د نمانځنې په مناسبت، په کابل کې په یوه جوړه شوې غونډه کې هم، د خبریالانو پر ملاتړ ټینګار وشو.

خبریال حامد قاسمي طلوع‌نیوز ته وايي:«له مسوولو بنسټونو، د افغانستان له اوسنیو واکمنو، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارته زموږ غوښتنه دا ده، چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې له خبریالانو سره ډېره همکاري ولري او د رسنیو مسوولان باید د خبریالانو دندیزو خوندیتوبونو ته ډېره پاملرنه ولري.»

د ښځینه خبریالانو د بنسټ مسوولې مشهودې هم وویل:«د اسلامي امارت له حکومته او له نرینه خبریالانو، چې تل زموږ تر څنګ یې مبارزه کړې، زموږ غوښتنه دا ده، چې زموږ ملاتړ وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د خبریالانو ملاتړ ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران له خبریالانو غواړي، چې د اسلامي امارت د تګلارې په اډانه کې فعالیت وکړي.

خبیب غفران زیاتوي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت به رسنیو ته د اړتیا وړ بېلابېلو موضوعاتو کې ملاتړ برابر کړي، که هغه معلوماتو ته د لاسرسي مسئله وي یا د خبریالانو د اقتصادي ستونزو حل، چې د خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق پر میکانیزم کار روان دی.»

که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې ځینې رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوې دي؛ خو تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي و، چې د هېواد په کچه څه باندې ۳۷۰ رسنۍ فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه