Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ملي خبرو اترو پر تر سره کېدو د حسن کاظمي قمي ټینګار

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د سیاسي خبرو اترو تر سره کېدل ګڼي.

حسن کاظمي قمي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، هېواد یې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت غوښتونکی دی.

په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وايي: «که کومه ټکي ته ایران اشاره کوي، د یوه ورور او ښې ګڼې په توګه وايي او د مشورې په ډول یې وايي، دا د لاسوهنې په مانا نه‌ده، موږ وایو، دا موږ تجربه کړي، په بن کې د افغانستان یوه برخه له پامه وغورځول شوه، وګورئ چې څه وشول.»

حسن کاظمي قُمي وايي، ایران له افغانانو د ملاتړ لپاره په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره جدي او پیاوړی تعامل کوي.

ښاغلی قمي په‌دې اړه زیاتوي: «د ایران دولت د افغانستان د خلکو په ملاتړ له طالبانو سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې جدي او پیاوړی تعامل کوي او موږ چمتو یوو چې په د اقتصاد ډګر ته دننه شو، نه یوازې سوداګرۍ ته.»

ښاغلی قمي همداراز ادعا کوي چې امریکا په افغانستان کې له داعش ډلې ملاتړ کوي.

خو اسلامي امارت بیا وايي، د هغو کسانو بیا مطرح کول به چې یو ځلي ازمویل شي د هېواد سیاسي ټولنه زیانمنه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «هغه کسانو چې په افغانستان کې ناوړه ازموینه ورکړې او خلک ترې کرکه لري، د دوی مطرحول د افغانستان سیاسي ټولنې ته ستر زیان رسوي.»

په افغانستان کې د ایران سفیر په‌دې مرکه کې ویلي، دمګړۍ په ایران کې څه باندې ۵ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي او په وینا یې ایران د ښو خدماتو زمینه هم ورته برابره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه