Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راتلونکې اوونۍ د ژينو غونډه جوړېږي

د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په سویس کې د ژینو غونډه جوړېږي، چې وړم کال په بروکسل ناسته کې د شویو ژمنو اړوند به خبرې اترې وشي.

دې غونډه کې به افغانستان او نړیواله ټولنه په سویس کې ۲۴ لومړیتوبونه او دوه اړخیزې ژمنې وڅېړي.

په دې لړ کې له اداري فساد سره د مبارزې، د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو، د رڼو ټاکنو د ترسره کولو او د کانونو په برخه کې د روڼتیا د رامنځته کولو په برخو کې د افغان حکومت ژمنې له نړیوالې ټولنې سره د بروکسل په ناسته کې د افغان حکومت ترټولو مهمې ژمنې وې.  

په اړه يې د ماليې وزارت شمروزخان مسجدي وايي، چې دوی د بروکسل ناسته کې د کړېو ژمنو اړوند معلوماتو ورکولو ته تیار دي: «د ماليې وزارت خپل تیاری لري، موږ خپل ټول کاري راپورونه برابر کړي، دې ته تیار یو، چې نړیوالو همکارانو ته يې وړاندې کړو. »

هغه زیاته کړه، دوی له دې غونډې هیله لري چې نړیوال لا هم مرستو ته دوام ورکړي: «زموږ هیله دا ده چې د نړیوالې ټولنې مرستې نوې شي، دا داسې کنفرانس نه دی چې موږ ته د پیسو ژمنې راکړل شي، خو تجدید پکې کېدلی شي.»

د ژینو په دې غونډه کې چې د ا فغانستان لپاره مهمه بلل کېږي، ټاکل شوې د مدني ټولنې لس غړي ګډون وکړي او د حکومت یو شمیر ستونزې به په ګوته کړي.

په دې ا ړه د ټیفا مشر نعیم ایوب زاده وايي: «دا استازي به نړیوالې ټولنې ته د افغانستان رښتونی تصویر وړاندې کړي، نه هغه څه چې حکومت يې وايي.»

فروزان رسول چې د سولې او ډيموکراسۍ ادارې مرستیال دی، داسې وايي: «څه مو چې له افغانانو را ټول کړي، موږ غواړو ژینو ناسته کې يې نړیوالو ته وړاندې کړي، چې د خلکو ستونزې څه دي او په څه ډول وضعیت کې ژوند کوي.»

د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي پورې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام او د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر پورې په لږ تر لږه دوه زره کلیو کې د ولسي تړون پروګرام عملي کول له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت نورې ژمنې وې.

ټاکل شوې د ژنیو غونډې په دوهمه ورځ شپږ هیوادونه د تړلو دروازو تر شا د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې اترې وکړي.

یوه بله مهمه موضوع چې افغانستان به د ژنیو په ناسته کې د هغې په اړه نړیوالې ټولنې ته ځواب ورکړي د راتلونکي کال ولسمشریزي ټاکنې دي، چې په اړه به يې بحث وشي.

شریک یي کړئ