Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بودیجې درېیمه مسوده له کومو بدلونونو سره جرګې ته استول شوې؟

د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د مسودې پر سر د حکومت او ولسي جرګې له دوه اوونیز تقابل وروسته، تېره ورځ د دغې بودیجې درېیمه مسوده د حکومت له لوري پارلمان ته واستول شوه.

خو د بودیجې درېیمه مسوده له کومو بدلونونو سره ولسي جرګې ته استول شوې ده؟

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوی چې په درېیمه مسوده کې ډېر کم بدلون راغلی دی.

د دغو سندونو پربنسټ، د ملي بودیجې مجموع په دویمې او درېیمې مسوده کې یوازې یوه افغانۍ توپیر لري او لاهم د هېود عادي بودیجه له پراختیايي بودیجې دوه برابره ده.

 په دې مسوده کې ټولټال ملي بودیجه د بودجې تر دویمې مسودې یوازې د  یوې افغانۍ په زیاتېدو سره ۴۷۳ مېلیارده افغانۍ ده چې له دې منځه ۳۱۱ مېلیارده یې عادي بودیجه او څه باندې ۱۶۱مېلیارده یې پراختیایي بودجه ده. یعنې اوس مهال هم عادي بودیجه د پراختیایي بودیجې دوه برابره ده.

په درېیمه مسوده د ۲۴۴ مېلیون ډالرو په لګښت سره د ملي دسترخوان پروګرام چې ۱۶۰ مېلیونه یې لګول شوې دي؛ د مسودې په یوې برخه کې لېرې شوی؛ خو په روان کال  کې یې هم د دغه پروګرام د دویم پړاو پر عملي کېدو ټینګار شوی دی.

په دې مسوده کې له ۲۲ کوډه،د ظرفیت د لوړاوي له پروژې او د یو شمېر ادارو له بودیجې څه باندې درې مېلیارده افغانۍ کمې شوې دي، خو دغو پیسو پر ټولې بودیجې اغېز نه دی لرلی.

د بودیجې په درېیمه مسوده کې، د کارکوونکو د معاش د  نوې کړنلارې د تنظیم لپاره یو کوډ رامنځته شوی او ۱.۶ مېلیارده افغانۍ ورته ځانګړې شوې دي. 

د ملي بودیجې په درېیمه مسوده کې د ارګ د عملیاتي ادارې د پروژو په تړاو راغلي دي چې تر دې وروسته به د دغه بنسټ ټولې پروژې د نورو ادارو په اډانه کې عملي شي او عملیاتي اداره به پر د غو پروژو د څارونکي رول ولري.

خو په دې مسوده کې د ښاروالیو د عوایدو موضوع لا هم ناڅرګنده ده او دغه راز د بودیجې په درېیمه مسوده کې احتیاطي پیسې ۱۹میلیارده افغانۍ دي.

د بودیجه په درېیمه مسوده کې د دویمې مسودې په څېر د بودیجې کسر ۳۷ مېلیارده افغانۍ اټکل شوی دی او دغه راز په کې راغلي دي چې  حکومت به د اړتیاوو د برابرولو لپاره له نړیوالو بنسټونو د څه باندې ۱۷ مېلیاردو افغانیو د پور غوښتنه وکړي.

شریک یي کړئ