Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

درېیمه مسوده کې د «ان ټي اې» څه باندې ۲۴ زره بستونه شامل دي

د ملي بودیجې په درېیمه مسوده کې د «ان ټي اې» ۲۴ زره او ۳۰۱ بستونه شامل دي چې ډېری دا بستونه په روغتیا وزارت، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت، ښارجوړونې وزارت، د احصایې ادارې، کرنې وزارت، ټولګټو وزارت، مالیې  وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو ریاست، د چارو ادارې ریاست او د پلازمېنې زون پراختیا ادارې پورې اړوند بلل کېږي.

د ملي بودیجې په درېیمه مسوده کې عامې روغتیا وزارت له ۱۱ زره ډېر د ټي ان اې یا تخنیکي مرستو بستونه چې لوړ معاشونه لري ځای پر ځای کړي دي.
  
په دې مسوده کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د پرله پسې چنې وهلو سربېره د  ټي ان اې کارکوونکو په معاشونو کې یوازې د ۱۵سلنې د کمولو ژمنه شوې ده.

خو د مالیې وزارت بیا وايي د سږ کال ملي بودیجې په مسوده کې يې د دولتي کارکوونکو د حقوقو لپاره څه باندي ۱۲مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوي دي.

طلوع نیوز ته سرچینې وایي چې اوس مهال په دولتي ادارو کې دایمي او قرادادي کارکوونکو ته څلور ډوله معاش ورکول کېږي او په دې لړ کې د ان ټي اې په نامه بستونه ډېر دي او د دغو بستونو کارکوونکي هم تر ټولو لوړ معاش ترلاسه کوي.
 
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودېجې کمېسیون رییس میر افغان صافی وايي:«سږ کال موږ هڅه کوو چې د ان ټي اې کچه کمه کړو.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح هم څرګندوي:«د ان ټي اې په بحث کې ستونزه شته خو موږ دا د کس په بې ابرو کولو سره نه شو کولای.»

بل خوا د مالیې وزارت سرپرست د یو شمېر دولتي ادارو د ان ټې اې په بستونو کې کې د خیالي کارکوونکو خبره کوي.

د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده وویل:«ځينې وزارتونه چې نوم یې نه اخلم، تشکیل یې ۶۰۰ تنه دی موږ دوه زره ان ټي اې اخلو ولې؟»
 
د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج هم زیاتوي:«په ځينو بنسټونو کې ډېر دي ښايي دا بنسټونه یې پردلیل پوه شي خو د کار په وزارت کې څه باندې ۱۶۰ تنه ټي ان اې کسان دي.»

په ان تې اې بستونو کې د کارکولو ځانګړتیا هر کس ته تر دوه سوو پنځوس زره افغانیو پورې د لوړ معاش ورکول دي.

که څه هم حکومت په دولتي ادارو کې د ان ټې اې د کارکوونکو د ګومارلو موخه د دغو ادارو د ظرفیت د لوړوالی او د غیر اختیاري پروژو ښه عملي کېدل ګڼي، خو د کارګرانو د ټولنې رییس وایي چې په ان ټې اې لستونو کې نامسلکي کسان او د حکومتي چارواکو خپلوان په لوړ معاش سره ګومارل کېږي.

د کارګرانو او کارکوونکو د ټولنې رییس معروف قادري وايي:«د کارکوونکو حقوق باید د قانون پر بنسټ وي.»

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د بودیجې په درېیمه مسوده کې د دولتي کارکوونکو لګښتونو او مزد ته د ۱۹۹ مېلیارده افغانیو پر ځانګړې کېدو سربېره ۱۲ مېلیارده نورې افغانۍ د ان ټې اې د بستونو د کارکوونکو د معاشونو ورکولو ته هم ځانګړې شوې دي.

شریک یي کړئ