Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بودجې پر سرجنجال او د ملي دسترخوان پروګرام د پلې کېدو څرنګوالی

د بودجې درېیمه مسوده کې د ملي دسترخوان پروګرام چې ارزښت یې کابو ۲۱ میلیارده افغانۍ دی لېرې کړی شوی، خو په سږني مالي کال کې يې پر عملي کېدو بېرته ټینګار هم شوی. د مالیې وزارت وایي، د ملي دسترخوان ملي پروګرام په هېواد کې د خوړو له اړخه خوندیتوب لپاره ګټور دی او ځینې اصلاحات به په‌کې راشي.

د دغه پروګرام ناروښانه لر لید او همداراز ورته ځانګړې شوې پیسې هغه نورې اندېښنې دي چې، لا هم پر خپل ځای دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون رییس، عظیم کبرزاني وايي:«ملي دسترخوان بحث کې تازه پېسې نه وې چې د افغانستان حکومت ته ورکړل شوې وی، بلکې له ملي پروژو تنقیص و چې د لودجې سند کې تصویب شوې وې او مصوبه یې درلوده.»

د مالیې وزارت سرپرست، خالد پاینده څرګندوي:«باید پروګرامونه وی چې خلکو ته یې د خوړو خوندیتوب او قحط موضوع مرفوع کړې وی، د ملي دسترخوان موخه هم همدا وه. اړتیا ده چې باید داسې پروګرامونه ووسي، خو اصلاحات هم ځینو ځاینو کې چې اړتیا وي باید راوړل شي.»

 د کرونا ناورین پر مهال د پخې ډوډۍ د وېشنې په پروګرام کې د میلیونونه افغانیو له حیف و میل کېدو وروسته، حکومت د ملي دسترخوان تر سرلیک لاندې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې بل پروګرام جوړ کړ چې له مخې یې، خوراکي توکي او یا هم نغدې پیسې بې وزلو کورنیو ته ورکول کېدې، خو سره له دې چې، ولسي جرګې دغه پروګرام څو وارې رد کړ؛ خو بیا هم دغه پروګرام د حکومت له لوري پیل شو او تر اوسه پکې ۱۶۰ میلیونه ډالره هم لګول شوي دي.

په کابل کې یو شمېر بې وزله کسان هم د ملي دسترخوان پروګرام په ګډون د حکومت نورو لنډ مهالي مرستندویه پروګرامونه د خپلو ځانونو په ګټه نه بولي او وايي چې، حکومت د ملي دسترخوان پر ځای باید د کارموندنې لپاره هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی، محبوب الله په دې تړاو داسې نظر لري:«د کرونا وخت کې مو هم مرسته ونه لید او اوس مو هم نه ده لیدلي.»

د ملي دسترخوان پروګرام چې څه باندې ۲۴۰ میلیونه ډالره ورته ځانګړې شوې وې؛ د ملي بودجې د سند پر بنسټ، تر اوسه پکې تر ۱۶۰ میلیونه ډالره لګول شوي دي.
 
د ملي دسترخوان پروګرام ناروښانه لرلید او همداراز ورته ځانګړې شوې پیسې هغه نورې اندېښنې دي چې، لا هم پر خپل ځای دي.

شریک یي کړئ