Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بودیجې پر سر جنجالونه؛ د ښوونکو معاشونه زیاتېږي

د حکومت له استازو سره د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون نننۍ (شنبې د سلواغې ۲۵) غونډه کې پر دې پرېکړه وشوه چې د روان زیږدیز کال له نیمايي وروسته د ښوونکو معاشونه زیات شي.

ټاکل شوې د روان مالي کال تر نیمايي د عادي بودیجې له نورو برخو څه باندې درې مېلیارده افغانۍ واخیستل شي او د ښوونکو او کارکوونکو په حقوقو کې زیاتې شي.

اته ورځې دي چې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړو او د حکومت استازو د ۱۴۰۰ کال د مالي بودیجې درېیمه مسوده تر څېړنې لاندې نیولې ده.
 
نننۍ غونډه د تېرې اوونۍ د ورځو پر خلاف د بودیجې د دریمې مسودې د تصویب لپاره د حکومت او د دغه کمېسیون د غړو په انعطاف منلو سره مخته ولاړه.

په دې غونډه کې وپتېل شوه چې عملیاتي اداره به یوازې هغه پروژې چې تر دې وړاندې یې پېل کړې وې، بشپړوي، خو نوې پروژې نه شي اخېستلی. 

دغه راز هوکړه وشوه چې حکومت باید د سږني مالي کال تر نیمايي پورې د عادي بودیجې له برخو څه باندې درې میلیارده افغانۍ واخلي او د ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو کوډ ته یې زیاتې کړي.

دغه راز د نوې هوکړې له مخې څه باندې یو مېلیارد افغانۍ چې د برېښنا شرکت د پورونو لپاره په پام کې نیول شوې دي هم د ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو کوډ ته لېږدول کېږي او په پای کې د خلکو د استازو پروژې چې له بودیجې لېرې شوې وې بېرته په بودیجه کې شاملېږي.
 
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستیال سید علی کاظمي وايي:«د مالیې محترم وزارت له ځانه نرمښت ونه ښود او د افغانستان همدا معزز وکیلان له ځانه نرمښت وښود.»

بل خوا د مالي او بودیجې کمېسیون غړی عظیم کبرزاني وایي چې د بودیجې د درېیمې مسودې په ۲۵ کوډ کې څه باندې پنځه شپېته مېلیونه افغانۍ د ولسمشر د مرستیالانو د زغروالو موټرو د پېرلو لپاره په پام کې نیول شوې دي او په ملي بودیجه کې ۳۷ مېلیارده افغانۍ کسر ته په پام سره باید دا کار نه وای شوی.

ښاغلی کبرزاني زیاتوي:«د چارو ادارې په بودیجوي واحد کې څه باندې ۶۰ مېلیونه افغانۍ د زغروال موټرو لپاره په پام کې نیول شوې دي چې پنځه عراده یې لومړي مرستیال - صالح صاحب - او یو عراده هم دویم مرستیال ته.»

د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده څرګندوي:«د عادي بودیجې لګښت ۲۲، ۲۳ او ۲۴ دی په اړ مو خبرې کړې دي؛ ان شاالله په راتلوونکو ورځو کې د ډېرو ځانګړو موضوعګانو په هکله هم خبرې کوو.» 

له دې ټولو سره سره د مالیې وزارت سرپرست هیله من دی چې تر راتلونکو درېیو ورځو په درېیمه مسوده کې ټول اختلافي مسایل حل او دا مسوده د رای ګیرۍ لپاره د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

تراوسه روښانه نه ده چې د ښوونکو په معاشونو کې څومره زیاتوالی راځي.

شریک یي کړئ