Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت له لوري د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې تصویب

د ۱۴۰۱ کال بودیجه  له نږدې پنځوسو ورځو وروسته د شنبه په ورځ تصویب شوه. په دې بودیجه کې څه باندې ۲۳۱ مېلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې دي، چې عادي او پراختیايي بودیجه پکې شامله ده.

 د ۱۴۰۱ کال د بودیجې کسر نږدې ۴۵ مېلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«د افغانستان اسلامي امارت له هماغه لومړي سره د کورنیو عوایدو د کچې د لوړولو یا د فساد د له منځه وړلو او د لاسته راوړونو په برخه کې یې جدي پاملرنه لرلې ده. ځکه د ۱۴۰۱ کال بودیجه له کورنیو عوایدو تامین کېږي.»

د ریاست الوزرا دویم مرستیال وایي، چې په دولتي ادارو کې څه باندې اته سوه زره کارکوونکي پر کار بوخت دي.

ښاغلی حنفي څرګندوي:«اسلامي امارت د ملکي خدمتونو ټول پخواني کارکوونکي په دولتي بنسټونو کې په خپلو دندو بوخت دي او معاش اخلي.»

د نوي مالي کال په بودیجه کې د پراختیایي بودجه ونډه ډېره کمه ده. د اقتصادي چارو د ځینو شنونکو په وینا،د پراختیایي بودیجې کموالی به په هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي وايي:«د ۱۴۰۱ کال بودیجه یوه ریاضتي بودیجه ده او په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو کوچنۍ بودیجه شمېرل کېږي او پراختیايي بودیجه په هغې کې حد اقل ته رسېدلې ده یعنې ۲۷ مېلیارد افغانۍ چې ۳۰۰ مېلیونه ډالره کېږي د دغې بودیجې له تطبیق سره؛ د اقتصادي ودې وړاندوینه ډېره ستونزمنه ده او وضعیت به ښه نه شي.»

په ۱۴۰۰ کال کې د افغانسان ملي بودیجه څه باندې ۴۷۳ مېلیارده افغانیو ته رسېده،چې ۳۱۱ مېلیارده افغانۍ یې عادي بودیجې او ۱۶۰ مېلیارده یې افغانۍ یې پراختیايي بودیجې ته ځانګړې شوې وې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه