Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د را روان کال غیر اختیاري بودجه ۶۳ میلیارده افغانۍ ده

د ماليې وزارت چارواکي وايي د راتلونکي مالي کال لپاره د پراختيايي بودجې له منځه غیر اختیاري بودجه څلور میلیارده افغانۍ ډېره ده.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي په ۱۳۹۷لمزیز کال کې د پراختيايي بودجې له منځه غیر اختیاري بودجه ۵۹ میلیارده افغانۍ وه، خو د را روان مالي کال لپاره ۶۳ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. 

مسجدي زیاته کړه: «په ۱۳۹۸ل کال کې د انکشافي بودجې لپاره ۱۲۴ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي چې ۶۱ میلیارده افغانۍ يې اختیاري او نور غیر اختیاري دي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان نیوکه لري، چې د پراختيايي بودجې له منځه د غیر اختیاري بودجې په وسیله د پام وړ پروژې نه تطبیقېږي. 

عبدالقدیر جیلاني چې په اقتصادي چارو کې نظر لري، په دې اړه وايي: «له بده مرغه داسې پروژې تطبیقېږي چې هیڅ په درد نه خوري، هغه څه چې ولس يې غواړي نه ورته وړاندې کېږي.»

دا په داسې حال کې دی چې د روان مالي کال کې د پراختیايي بودجې لپاره ۱۱۱میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې ۵۲ میلیارده افغانۍ يې اختیاري او ۵۹ میلیارده افغانۍ يې غیر اختیاري بودجه وه. 

ماليې وزارت وايي په ۱۳۹۷لمزیز کال کې د پراختيايي بودجې له منځه غیر اختیاري بودجه ۵۹ میلیارده افغانۍ وه، خو د را روان مالي کال لپاره ۶۳ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. 

شریک یي کړئ