Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ملي بودیجه د ولسي جرګې لخوا تصویب نه‎شوه

د خپلواکو بنسټونو د ادغام په رابطه د حکومت پرېکړې په ولسي جرګه کې د ملي بودیجې د تصویب کار له ستونزو سره مخ کړی.

د ولسي جرګې غړ وايي په ملي بودیجه کې دغو بنسټونو ته بودیجه په نظر کې نیول شوې، خو اوس مهال تشکیلات نه لري او د یادو بنسټونو د ادغام پر خلاف دي.

ولسي جرګه باید د بودیجې له تصویب مخکې د بودیجوي واحدونو برخلیک معلوم کړي چې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په وینا د قانوني پړاوونو له ترسره کولو او د ملي شورا له تایید پرته جوړ شوي دي.

د معلولو او شهیدانو معینیت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره او د نفوسو د احوال د ثبت اداره هغه اداري دي چې د تېر مالي کال په لړ کې رامنځته شوي دي.

د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست وايي:«د قانون تعدیل، تصویب او لغو د یوي طرحي او یا د څو وکیلانو لخوا کېږي اویا هم د حکومت لخوا.»

د ولسي جرګې بل غړی، اسدالله سعادتي زیاتوي:«د حکومت یوه انګیزه دا ده چې د یو شمېر کسانو لپاره څوکۍ پیدا کړي او دوهم دا چې یو شمېر ادارې غیرې مسوولې کړې.»

د ولسي جرګې غړي تر اوسه په دې تړاو چې دا ادارې په خپلواکه توګه پر خپل ځای پاتې شي؛ لغوه شي او یا وزارت ته لوړې شي پایلې ته نه دي رسېدلي.

د دغو ادارو جوړښت د ولسي جرګې پنځو کمېسیونونو تایید او درېیو نورو رد کړی دی.

همداراز د ولسي جرګې غړی، عبدالستار خواصي څرګندوي:«سمه ده چې ولسمشر دا خپلواکه کړې، دا دواړه (د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ملاتړ اداره، د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو اداره) موږ کولی شو چې وزارت ته یې ارتقاء ورکړو.»

په دې لړ کې د ولسي جرګې یوشمېر غړي د تېر مالي کال په لړ کې د دغو ادارو بودیجه په داسې حال کې چې د ملي بودیجه په سند کې یې اټکل نه و شوی د پوښتنې وړ بولي.

د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي وايي:«د دې ادارو بودیجه له کومه ځایه کېږي؟ ځکه چې کابو شپږ او یا اوه میاشتې کېږي چې دا ادارې رامنځته شوې دي.»

اخوا د دغو ادارو یو شمېر چارواکي د حکومت د کارونو ښه تنظیم؛ روڼتیا او حساب ورکونه او د حکومت د کاري اغېزمنتیا زیاتوالی د دغو ادارو د رامنځته کېدو لاملونه بولي.

د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو ادارې رییسه، ندیمه سحر وايي:«اوس‎مهال مسلکي او تخنیکي تعلیماتو په بېلابېلو توګه د دولسو وزارتونو او نورو ادارو له لارې لګول کېږي.»

د معلولانو او شهیدانو معینیت رییس، لعل الدین آریوبي وايي:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار ساحه ډېره پراخه ده، د کار په برخه کې، کار ته ډېره اړتیا ده، او ټولنیزه برخه یې هم ډېره پېچلې ده له همدې کبله اړتیا ده چې ولیدل شي دا برخې (د معلولانو او شهیدانو معینیت ) برخې ترې بېلې شي.»

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په غونډه کې د دې جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې باید دا جرګه د خپلواکو رامنځته شویو ادارو د برخلیک په تړاو پرېکړه وکړي څو ملي بودیجه تصویب شي.

شریک یي کړئ