Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې سند د ولسې جرګې لخوا تصویب شو

بالاخره د ولسي جرګې غړو د دغې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې (د دوشنبې د مرغومې په ۱۰ مه) د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال بودیجه له اکثریتو رایو سره تصویب کړه.

د ۱۳۹۸ مالي لمریز کال بودیجه ۳۹۹ مېلیارده افغانۍ وړاندوینه شوې. د ملي بودیجې په سند کې ۲۷۵ مېلیارده افغانۍ عادي مصارفو او ۱۲۴ مېلیارده هم د حکومت پراختیايي پروژو ته ځانګړې شوې ده.

د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه د تېر مالي کال د بودیجې په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغې بودیجې طرحه موده وړاندې ولسي جرګې ته استول شوې وه، خو ځينو خپلواکو بنسټونو ته د بودیجې ځانګړي کېدو له امله استازو دا طرحه تصویب نه کړه او له مالیې وزارته د مالوماتو غوښتونکې شوه.

د ولسي جرګې د غړو استدلال دا وو چې ځينې دغه بنسټونه تراوسه جوړ شوي نه دي، خو هغوی ته بودیجه ځانګړې شوې ده.

د معلولانو او شهیدانو معینیت، د تخنیکي او مسلکي زده‎کړو اداره، د نفوذو د احوالو ثبت اداره هغه بنسټونه دي چې د تېر مالي کال په لړ کې جوړ شوي دي.

د مالیې وزارت، تېره ورځ وویل چې د قانون پر بنسټ دغو بنسټونو ته بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه