Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوي مالي کال ته ۱۳ورځې پاتې دي، خو بودیجه لا هم تصویب شوي نه ده

نوي مالي کال ته ۱۳ ورځې پاتې دي خو د راتلوونکي کال د ملي بودیجې برخلیک لاهم څرګند نه دی.

د مالیې وزارت چارواکي د ۱۳۹۸ لمریز کال د بودیجې د نه تصویب له امله اندېښمن دي.

د دغه وزارت همدارنګه وايي اړتیا ده چې دغه مالي سند د اوسني مالي کال له پای مخکې تصویب شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي وايي چې د بودیجې سند تر څېړنې لاندی دی او له څېړنې وروسته به تصویب شي.

د ملي بودیجې په تصویب کې ځنډ معمولاً په ولسي جرګه کې کېږي او دا کار هر کال د دې لامل کېږي چې ډېر شمېر پراختیايي پروژې، د کارکوونکو د حقوقو ورکړه او همدارنګه حکومتي لګښتونو ورکړې له ننګونو سره مخ کړي.

د مالیې وزارت چارواکي وايي چې کابو یوه میاشت وړاندې یې د راتلونکي کال ملي بودیجه ولسي جرګې ته استولې، خولا هم تصویب شوې نه ده.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې اړه وویل:«د خلکو له وکیلانو زموږ غوښتنه دا ده ترڅو ژر تر ژره د راتلوونکي مالي کال بودیجه تصویب کړي، څو د مالي کال له پیل مخکې، موږ خپله تصویب شوې بودیجه ولرو او وکړای شو په راتلونکي کال کې خپله پرمختیايي بودیجه د اوسني کال په پرتله زیاته ولرو.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسع حیدري هم په دې اړه وايي:«مقنینه قوه باید د بودیجې ځنډ ته پام وکړي ترڅو پرمختیايي پروژې له سستۍ سره مخ نه شي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي وايي چې د ۱۳۹۸ لمریز کال مالي بودیجه تر څېړنې لاندې ده.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړی صادقي زده نیلي څرګنده کړه:«اوس په مالي او بودیجې کمېسیون کې دی او د بودیجوي واحدونو تر څېړنې لاندې ده، او هیله ده چې کمېسیون خپل کار ژر خلاص کړي ترڅو ګډ کمېسیون ته وړاندې شي.»

ځينې کارپوهان نیوکه کوي که‎چېرې مالي بودیجه له مالي کال مخکې تصویب نه شي، د ډېریو پرمختیايي پروژو کار به له ستونزو سره مخ شي.

هغوی وايي چې حکومت او مقننه قوه باید د ملي بودیجې د تصویب په برخه کې جدي وي.

شریک یي کړئ