Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځنډېدلې پروژې؛ افغانستان ۷۰میلیونه افغانۍ مرسته له لاسه ورکړه

د څېړنې عالي ادارې د موندنو له مخې د نړیوال بانک د یو شمېر شاخصونو او د یو شمېر پراختیايي پروژو له بشپړه کېدو له کبله، افغانستان ۷۰ میلیونه افغانۍ د نړیوالې ټولنې مرستې له لاسه ورکړې دي.

یاده اداره د ۱۳۹۶ مالي کال د قطعیې راپور په وړاندې کولو سره وايي چې دې کال کې ۱۹۴ پراختیايي پروژو کې پرمختګ نه دی شوی او د ۱۵۵ نورو پروژو یوازې ۵۰ سلنه کار مخې ته تللی دی.

په همدې حال کې د څېړنې عالي اداره وايي په دې کال کې د مالیې وزارت د نړیوالو مرستو د کمښت ترڅنګ درې میلیارده او ۴۲۲میلیونه افغانۍ یې د مرکزي بانک د خسارې د جبران لپاره ځانګړې کړې وې، خو دا پیسې تر اوسه مرکزي بانک ته نه دی رسېدلې.

د یادې ادارې تخنیکي مرستیال، سیدمهدي حسیني وايي:«کله چې موږ له مرکزي بانک نه مالومات  اخلو چې تاسو د خسارې جبران لپاره پیسې ترلاسه کړې دي، موږ ته ځواب راکول کېږي چې هېڅ پیسې موږ نه دې ترلاسه کړي.»

د څېړنې عالي اداره د خلکو د شخړو د هوارۍ کمېتې او د علماو سراسري ټولنې لګښتونو لپاره د پیسو د ورکړې بهیر روڼ نه بولي. دوی وايي دې بنسټونو ته ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي چې په اړه یې د حساب ورکړه نشته او ۲۹۰ میلیونه افغانۍ هم د حزب اسلامي د امنیتي، لوجستیکي، د اوسېدو ځای او د دفترونو لپاره تعدیل شوې دي چې په اړه یې حساب نه دی ورکړل شوی:« د مالیې محترح وزیر ویلي وو چې د تدارکاتو د قانون له مخې باید دا ولګول شي، همداراز د ولسمشرۍ ماڼۍ امر هم همداسې و چې باید د تدارکاتو قانون پلی شي. خو کله چې موږ اسناد ولوستل هېڅو مصرفي سند چې د تداروکاتو قانون په پام کې نیول شوې وي، نه وو.»

هغو بنسټونو ته د مستحق نه دي، د اوپراتیفي پیسو تخصیص، ۹۰۰میلیونه چې د ښوونکو د معاشونو د رتب لپاره په پام کې نیول شوي وې او د معاشونو او امتیازاتو لپاره، کابو ۱۳ میلیونه افغانۍ د یوه غیر حکومتي بنسټ پلاوي د سفر لپاره چې له امریکا یې لیدنه کوله، دا هغه څه دي چې د ۱۳۹۶ مالي کال په قطعیې کې ترې یادونه شوې ده.

خو د مالیې وزارت ویاند، شمروزخان مسجدي په دې اړه وايي:«د مالیې وزارت، موږد څېړنې عالي ادارې ته درناوی کوو خو په شمېر مواردو کې دوی کره مالومات نه درلودل او د مالیې وزارت هغو ټولو پیسو ته چې د دولت په خزانه کې دي، ځواب ویونکی دی او موږ ټولو هغو بدلونونو ته چې د مالي کال په بودجه کې راغلي دي مالومات او قانوني اسناد لرو.»

د څېړنې عالي اداره وايي تېره کال ۱۲۵ پروژې چې بودجه یې په بشپړ ډول نه ده لګول شوې او ښايي یو شمېر یې نیمه کاره پاتې وي، د راتلونکې کال له بودجې ویستل شوې دي

شریک یي کړئ