Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: حکومت ۴۷ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې ده

د مالیې وزارت نن (سې‎شنبې د زمري په ۲۲مه) ویلي چې د مالي کال په اومه میاشت کې، ۴۷ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې ده.

د بودیجوي واحدونو له ډلې، داسې بنسټونه هم شته کې چې د څه باندې نیم مالي کال په تېرېدو سره، له لس سلنه کمه پراختیايي بودیجه لګولې ده.

په دې ډله کې د پلازمېنې حوزوي خپلواک پراختیايي بنسټونو ډېره بودیجه لګولې ده.

بلخوا د ۹ بودیجوي واحدونو په منځ کې چې د څه باندې نیم مالي کال په لړ کې یې ۲۵ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې ده، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ۶،۴ سلنې پراختیايي بودیجې له لګولو سره تر ټولو په ټيټه کچه کې ځای لري.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وویل:«له بده مرغه ځينو وزارتونو دي چې لګښت یې لس او شل سلنه دی او تر ډېرو لګښت یې ۲۴ سلنه دی او هغه ادارې چې لګښت یې کم درلود د مالي کال په نیمايي کې د څېړنې په جریان کې ځینې پروژې تنقیص شوې.»

د ولسي جرکې یو پخوانی غړی وايي چې د پراختیايي پروژې په لګښت کې پاتې راتلل د دې لامل شوي چې ځينې پراختیايي پروژې چې له ۱۳۹۰ کال راهیسې عملي شوي نه دي او له یوه کال بل کال ته لېږدول شوي دي. 

د ولسي جرګې پخوانی غړې صفیه ایماق په دې اړه وویل:«د عادي بودیجې په برخه کې چې یو قران، بیا د هغو ادارو د ګټو لپاره لس قرانه وشمېري چې البته سل سلنه اجرا او مصرفېږي، خو له بده مرغه پراختیايي بودیجه، چې نن د افغانستان خلک نه اوبه لري، نه ډوډۍ لري، نه برېښنا لري او نه هم امنیت لري هېڅ سوکالي نه لري خو په دې برخه کې پاملرنه نه کېږي.»

د ځينو بنسټونو د پراختیايي بودیجې د کموالي سربېره، د پراختیايي بودیجې ټولګه د کال په منځ څېړنه کې درې مېلیارد افغانۍ زیاتې شوې.

د ملي بودیجې ۴۲۴ مېلیارد افغانیو له ډلې، ۱۲۷ مېلیارد افغانۍ یې پراختیايي او ۲۹۷ مېلیارد افغانۍ یې عادي بودیجه ده.

شریک یي کړئ