Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې کورونا؛ ۲۴ ساعتونو کې یې ۵۶ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزرات وایي، چې هېواد کې د کورونا ویروس درېیمه څپه لا هم په چټکۍ ده او راتلونکو اوونیو کې به د افغانستان وضعیت ستونزمن وي.
په همدې حال کې د روغتیا وزارت وایي، چین نن له افغانستان سره د کورونا ضد ۷ سوه زره ډوزه واکسینو مرسته وکړه.
روغتیا وزارت وایي، د چین د دې مرسته شویو واکسینو تطبیق به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
د روغتیا وزارت ویاند غلام‌دستګیر نظري ویلي:«د شنبې ورځې راهیسې د واکسینو تطبیق پیلېږي. دا واکسین به هغو کسانو ته وشي، چې عمر یې له پنځوسو کالو پورته وي او یا هم سختې ناروغۍ ولري.»
ډاکټران وایي، د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر زیات شوی، چې ورته رسېدل سخت شوي.
فرخنده جلال‌زۍ په افغان جاپان روغتون کې روغتیاپاله ده، هغې ویلي:«ان کله چې کور ته ځم، ناروغان مې سترګو ته درېږي. راسره وایم، که دوی زما د کورنۍ غړي وای، نو څومره به سخته وه.»
په ورته وخت کې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې، په کورونا د اخته کسانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.
ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا د نړۍوال سازمان د پروګرامونو مدیرې رعنا حجه ویلي:«نهو هېوادونو کې د تېرې اوونۍ پرتله د کورونا ډېرې پېښې ثبت شوې دي. په دغو هېوادونو کې سومالیا، افغانستان او سوډان شامل دي، چې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په‌کې زیات شوی دی.»
افغانستان کې د کورونا د درېیمې څپې کابو کولو لپاره، روغتیا وزارت اعلان کړی، چې له راروانې شنبې ورځې به رسټورانټونه، د لامبووهنې ډنډونه او ورزشي کلبونه وتړل شي. 
تر دې وړاندې ځینو ولایتونو کې، تعلیمي مرکزونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.

روغتیا وزارت وایي، تېره یوه شپه او ورځ کې، ۱۸۲۲ تنه نور پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخه شوي او ۵۶ کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له‌کبله مړه شوي دي.

شریک یي کړئ