Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر سپین بولدک د طالبانو برید او د ځينو سیمو نیول

په کندهار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه پر سپین بولدک ولسوالۍ برید وکړ او د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ ځینې برخې یې هم نیولې دي.

د دغو سرچینو په وینا، د کندهار ښار د شپږمې، اوومې او اتمې حوزو او همداراز د ارغنداب ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې هم جګړې شوي او له امله یې لا تر اوسه د ولسي وګړو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

ورته مهال د سپین بولدک ځينې اوسېدونکي وايي چې د جګړو له امله یې خپل کورونه پرېښي دي.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی قدرت الله وايي:«په بولدک کې ډېره شدیده جګړه ده یوازې د دغې ولسوالۍ ځينې برخې پاتې دي؛ پوستو سقوط کړی دی.»

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني او لښکرګاه له ښارونو سربېره په څه باندې ۲۰ نورو ولایتونو کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل:«جګړه د امام صاحب ولسوالۍ کې په سرک نو او د کندوز ښار په شاوخوا کې دوام لري.»

په دې لړ کې د کندهار په سپین بولدک کې سرچینو تایید کړې ده چې طالبانو له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې ددې ولسوالۍ ځينې سیمې نیولي دي.

د سرچینو په وینا مېرویس روغتون ته د کندهار ښار له شپږمو، اومو او اتمو حوزو او ارغنداب ولسوالۍ نه یوولس مړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یو څلویښت ټپيان راوړل شوي دي. د لښکرګاه ښار په شپږمه حوزه  کې هم سختې جګړې شوې دي.

دغه تصویرونه د غزني ښار په ځينو سیمو کې جګړیز وضعیت ښيي. په دې لړ کې د غزني د ولایتي شورا یو غړی وایي چې د غزنی ښار په حیدر آباد سیمه کې د نجونو یو ښوونځي سووځول شوی دی، خو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په بغلان کې هم نا امنۍ ددې لامل شوي دي چې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دولتي ځواکونو په ملاتړ وسله واخلي.

له دې ټولو سره سره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند وایي چې ډير ژر به د هېواد په امنیتي وضعیت  کې بدلون راشي، دده په وینا طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درنه مرګ ژوبله لرلې ده، خو طالبان د ښاغلي شینواري دغه خبرې ردوي.

په داسې حال کې چې طالبانو په کندز کې د پوځ د چورلکو د راغوځولو تصویرونه خبره کړي دي، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند د طالبانو دغه ادعا ردوي.

شریک یي کړئ