Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استازي:حکومت د مرکچي پلاوي طرحې ته بې پامي کوي

له حکومت سره د ولسي جرګې د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي،ولسمشرۍ ماڼۍ د«د ملي یووالي تحکیم او ملي سیاسي وفاق رامنځته کېدو» د ۱۲ ماده‎ییزې لاسوند په اړه چې په هېواد کې د وروستیو شخړو د پای ته رسېدو لپاره چمو شوې وه، په بې پروایۍ تورن وي.

دغه استازي وايي چې د دغه لاسوند څخه د کابو دوو اوونیو په تېرېدو سره، حکومت تراوسه یوازې د هغه دوه ماتې عملي کړې دي.

د ولسي جرګې د مرکچي پلاوي غړې فاطمې عزیز په دې اړه وویل:«لکه څرنګه چې په تېرو وختونو کې وو، د پارلمان مصوبوته یې دومره پام نه کوي. هیله لرو چې ډېره پاملرنه وکړي ځکه چې د افغانستان د خلکو لپاره موضوع ډېر مهمه او برخلیک ټاکونکې ده باید پر دغې موضوع کار وکړو.»

خو د دې پلاوي یو شمېر نور غړي بل نظر لري.

عبیدالله بارکزي په دې اړه څرګنده کړه:«څو خېمې یې چې لیرې کړي دي ویلي یې دي د دې لپاره مو لیرې کړې چې هېوادوال په زحمت نه‎شي،یعنې زموږ مصوبې ته هېڅ درناوی نه‎لري، په داسې حال کې چې حکومت دوه مهمې موضوعګانې ومنلې چې د ملي ماتم اعلان وه او د کابل کارنېزیون د قومندان او د امنیه قومندان د دندو ځنډول هم منل شوي او هغه یې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.»

په دې لړ کې اعتراض کوونکي ټینګارلري تر هغې چې غوښتونو ته یې رسېدنه ونه شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د اعتراض کوونکو یو له مشرتابه غړي څخه هارون معترف په دې اړه وايي:«له مرکزي خېمې څخه پرته نورې ټولې لیرې کړل شوې،خو موږ تراوسه د پارلمان له خوا کوم فشار نه دی احساس کړی چې پر حکومت راغلی وي او هغه څه چې په مصوبه کې راغلي عملي شي.»

بل لور، د ولسي جرګې مرکچي پلاوي، د شنبې پر شپه د جمعیت له غړو سره لیدلي.

د جمعیت ویندویان د دې غونډې جزئیاتو په اړه څه نه وايي. خو ځینې سرچینې وایي، دا ګوند، د حکومت له خوا د خپلو غوښتنو په عملي کولو ټینګار لري.

د ولسي جرګې د مرکچي پلاوي یو بل غړی محمد رضا خوشک وطندوست په دې اړه وویل:«د جمعیت ګوند مشرتابه منلې چې تل به د خپلو خلکو په منځ کې وي او که‎چېرې د پارلمان غړي د رامنځته شویو لانجو د حل لپاره ونډه ولري منو یې.»

امنیتي ادارو کې اصلاحات، دغه راز امنیتي بنسټونو نه د شکمنو کړیو لیرې کول او همداشان کابل کې په تاوتریخوالي اوښتي لاریون په اړه هر اړخیزه څېړنه، د ولسي جرګې د مصوبې مهمې برخې دي.

د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د لانجي په جدي کېدو او همدا راز د جمعیت اسلامي او حکومت ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره، ولسي جرګې د دغو ستونزو د حل لپاره، ۳۴ کسیز مرکچي پلاوی وټاکه.

شریک یي کړئ