Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د باغیس ولایت اوسېدونکي د برېښنا نشتوالي له ستونزو سره مخ دي

سره له دې چې له کلونو انتظار وروسته د ترکمنستان وارداتي برېښنا په ۱۳۹۷ کال کې د بادغیس مرکز قلعه نو ته ورسېده، خو لا هم د دې ولایت ډېری برخې له برېښنا بې برخې دي. د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د برېښنا د نه‌شتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکی عبدالله وايي: «اوس‌مهال په ټولو ولسوالیو کې امنیت دی، هر ځای ته باید برېښنا لاړه شي، ځکه خلک ورته اړتیا لري.»

د بادغیس ولایت اوسېدونکی حبیب الله وايي: «ولسوالۍ باید برېښنا ولري. د قلعه‌نو او نور ځایونو خلک برېښنا ته اړتیا لري.»

سره له دې چې د دې پروژې چارې ډېری وخت د امنیتي ننګونو له امله ځنډول کېدې، خو اوس چې نسبي امنیت ټینګ شوی؛ خلک له اسلامي امارته غواړي چې دا پروژه ولسوالیو ته هم وغځوي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکی عبدالرازق وايي: «ولسوالۍ برېښنا نه‌لري او موږ ډېرې ستونزې لرو او هیله لرو چې برېښنا وغځول شي، څو ولسوالۍ هم د برېښنا له نعمته برخمنې شي.»

له بل لوري د بادغیس د برېښنا امریت د دغې ستونزې د حلولو ټټر وهي.

د دې امریت سرپرست وايي، د برېښنا دغه ستونزه یې له کابل سره شریکه کړې او په وینا یې د نورو پروژو له پیل سره سم به د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا د لیږدولو چارې هم پیل شي.

د بادغیس د برېښنا امر خیرالله خیرخواه وايي: «موږ د مقر، قادس، اب‌کمري. د مقر او اب‌کمري سروې شوې ده او ولسوالۍ هم په پلان کې دي چې له وخت سره به یې کار پیل شي او د یوویشت کلیو کارونه به نږدې راتلونکې کې پیل شي.»

له ترکمنستانه ۱۶ مېګا واټه برېښنا بادغیس ته راغلې، خو یوازې ۳ مېګا واټه یې په قلعه نو ښار کې مصرفېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه