Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، نن (دوشنه) سهار په‌دې ولایت کې د یوې چاودنې پر مهال لږ تر لږه دوه ملکیان وژل شوي او د اسلامي امارت پنځه سرتېرو په ګډون ۲۸ کسان ټپیان دي.

دا پېښه د دې ولایت غني‌خېلو ولسوالۍ په سیرګړ بازار کې رامنځ‌ته شوې ده.

د ننګرهار د طلاعاتو او کلتور ریاست د چارواکو په وینا، دا چاودنه د دې ولسوالۍ د روغتیا برخې مدیر د لېږدونکي په موټر شوې ده.

چارواکي وايي، ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوي.

تر دې مهاله کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه