Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نیمروز ولایت کې له شګو توپانونو وروسته د سرکونو تړل کېدل

د نیمرزو اوسېدونکي وایي، د شګو توپانونو له امله د دې ولایت سړکونه د ساعتونو لپاره تړلي وي او دې چارې د دوی اقتصادي فعالیتونو ته زیان اړولی دی.

په نیمروز کې د بادونو له امله چې د ۱۲۰ ورځو بادونو په نوم هم شهرت لري، کله نا کله د دغه ولایت اوسېدونکو ته د شګو توپانونو په لرلو سره ستونزې جوړوي.

د دوی په خبره، د دې توپانونو له امله د نیمروز - دالارام، زرنج او ایران تر منځ پرتې لویې لارې بندوي او او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکی عبدالصمد وايي: «د ګمرک لاره بنده ده، شګو بنده کړې ده او موږ هیله لرو چې اسلامي امارت دا لاره پرانیزي.»

د نیمروز ولایت اوسېدونکی عبدالصمد وايي: «موټر تېرېدای نه‌شي، قیر سرک بند دی او دا سرکونه باید پاک شي. دا ټرانزیټي لارې دي.»

ورته مهال په نیمروز کې یو شمېر مدني فعالان وایي، سیمه‌ییز چارواکي نه‌دي توانېدلی لویې لارې له شګو پاکې کړي.

مدني فعال جلیل محمدي وايي: «د ۱۲۰ ورځو بادونه ډېر شوي، لارې تړي، زموږ غوښتنه دا ده چې دا لارې په ځلونو پاکې شي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.»

په همدې حال د نیمروز د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي، د سړکونو او لویو لارو د پاک‌والي په برخه کې د اړتیا وړ تجهیزات نه‌لري.

د نیمروز د ټولګټو چارو رییس مولوي محمد مقصود محمد وايي: «کله ناکله چې څه ستونزه راشي، هغه پر دې اساس وي چې باد ډېر توپاني وي، رېګونه زیات وي، خو زمو وسایل کم وي.»

د ۱۲۰ ورځو په نوم مشهور بادونه هر کال د هېواد په لودیځ کې د توپانونو سبب کېږي او کله نا کله د دې حوزې اوسېدونکو، په ځانګړې توګه کروندګرو ته زیانونه هم اړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه