Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولایتي مسافر وړونکو موټرو کرایه دوه برابره لوړه شوې ده

یو شمېر مسافر او د کابل ښار اوسېدونکي د ولایتي مسافر وړونکو موټرو له لوړو کرایو سر ټکوي کوي.

د کابل د موټرو په تم‌ځایونو کې یو شمېر مسافر وايي، که څه هم په بازارونو کې د تېلو بيه راټيټه شوې، خو ټرانسپورتي شرکتونو د مسافر وړونکو موټرو کرايه نه‌ده ټيټه کړې.

د کابل اوسېدونکی خان اغا وايي: «هره میاشت درې یا څلور ځله تخار ته تګ-راتګ کوم، له دې وړاندې له کابله تخار ته کرایه ۵۰۰ یا ۵۵۰ افغانۍ وه، خو نن مې زر افغانۍ ورکړې.»

یو بل مسافر عین‌الدین وايي: «ورځ تر بلې کرایه لوړېږي، بې‌وزله خلک زړه توري شوي. څه وکړو؟ کرایه نږدې دوه براخبره شوې ده.»

له دې سره سم، د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولان ادعا لري چې د لویو لارو د خرابوالي او د تیلو له لوړې بیې سره د مسافر وړونکو موټرو کرایې لوړې شوې دي.

د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول محسن وايي: «د مراز کرایه یې ۱۰۰۰ ټاکلې ده، د شبرغان او سرپل یې ۱۱۰۰ ټاکلې او د میمنې او بدخشان یې ۱۲۰۰ ټاکلې ده.»

د یوه بل ټرانسپورټي شرکت مسوول فاروق وايي: «مخکې تېل ۳۷ افغانۍ و، زموږ کرایه هم ۶۰۰ افغانۍ وه، اوس تېل ۱۲۵ افغانۍ دي او زموږ کرایه ۱۰۰۰ افغانۍ ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مسافر وړونکو موټرو د کرایې د لوړوالي لامل د تیلو د بیو ختل ګڼي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: «له کابل نه ولایتونو ته د مسافر وړونکو موټرو لایحه جوړه او ټولو ټرمېنلونو او ټرانسپورټي شرکتونو ته استول شوې ده.

د روان زېږیز کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې او اوکراین تر منځ له جګړې وروسته پر مسکو بندیزونه د دې لامل شول چې په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې لوړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه