Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار په مرکزي بندخونه کې د ښځینه پولیسو بیا حضور

په کندهار کې د مرکزي زندان ټولې ښځينه پولیسې خپلو دندو ته ورغوښتل شوې دي.

د دغه ولایت د مرکزي زندان مسوولین وايي، د پخواني حکومت پر مهال یې د زندان ټول اداري کارکوونکي خپلو دندو ته ورغوښتي چې ټولې ښځینه پولیسې هم په کې شاملې دي.

د تېر حکومت پر مهال د کندهار په مرکزي زندان کې ۱۱ ښځینه پولیسو کار کاوه چې له ډلې یې اوس ۹ تنه بېرته خپلو دندو ته راستنې شوې دي.

د کندهار د مرکزي زندان په ښځينه بلاک نژدې ۵۰ زندانیانې ساتل کېږي. 

ورته مهال د کندهار ښځیه پولیسې له خپلو نورو همکارانو غواړي چې خپلو دندو ته حاضرې شي.

زندان کې د ښځینه پولیسو مشره فریده وايي:«اووه میاشتې کېږي چې بېرته خپلو کارونو ته راستنې شوې یوو، زه خوشحاله یم چې دلته کار کوم او د خپلې کورنۍ د لګښتونه پوره کوم.»

د زندان پولیس خدیجه هم څرګندوي:«۱۵ کاله مې په تېر حکومت کې دنده کړې ده، اوس اووه میاشتې کېږي چې د نوي نظام په راتګ سره خپل کار ته راستنه شوې یم او له خپل کاره راضي یم.»

د ښځینه وو په دې بلاک کې د سیاسي او جنايي ښځینه بندیانو تر څنګ یو شمېر په نشه يي توکو روږدې مېرمنې هم ساتل کېږي چې د درملني په موخه راوستل شوې دي.

د دې بلاک بندیانې په زندان کې د ښځینه پولیسو شتون یوه لویه اسانتیا بولي.

زنداني حسینه څرګندوي:«زه له مېرمن فرېدې راضي یم، هغه موږ ته د بې مورۍ احساس نه راکوي، ډاکټر، د خوړو وضعیت په ټول کې له هره پلوه موږ ته متوجه ده.»

زنداني بختوره هم وايي:«له موږ سره د مور او خور په څېر چلن کوي، تراوسه یې موږ ته هېڅ بدي نه ده رارسولې او موږ دلته د هغې له شتونه ډېر خوشحاله یوو.»

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمني راهیسې په نظامي برخو کې ډېری مېرمنو خپلي دندې له لاسه ورکړې خو دا ښځینه پولیسې ځان خوشبخته ګڼي چې موقع ورکړل شوې او د خپلې کورنۍ لپاره کار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه