Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وچکالۍ او تېلو بیې لوړېدو له کبله هلمند کې د لمریزې برېښنا کارول ډېر شوي

په هلمند کې ډېری کروندګر خپلې کروندې له لمریزې انرژۍ څخه په ګټنې خړوبوي او د غنمو د اوړو کولو لپاره یې د لمریزې برېښنا وړې ژرندې هم جوړې کړې دي.

یو شمېر کروندګرو وايي، د اوبو د کمښت او د تېلو د لوړې بيې له امله يې لمریزې انرژۍ ته مخه کړې ده.

کروندګر راز محمد وايي: «سولر ډېر ګټور دي. تېل په ۳‍۱۰ کلدارې دي. په دې بیه که له سهار تر ماښامه هم ماشین ولګوي، نه بس کېږي.»

یو بل کروندګر عبداکبیر وايي: «سږ کال زموږ د غنمو حالات ډېر کم و. دا نو مو کرلي؛ نو خدای ته مالومه ده چې څه به کېږي.»

د ژرندې یو مسوول وايي، سږکال د وچکالۍ او د کوکنارو د کرکېلې د ډېرېدو له امله په دې ولایت کې د غنمو د تولید کچه راټيټه شوې او ډېر کم خلک غنم د اوړه کولو لپاره وروړي.

د ژرندې مسوول نور احمد وايي: «دغه سولري ژرنده مو فعاله کړې، غواړو خپله روزي هم ترې لاسته راوړو او هېوادوالو ته هم خدمت وکړو.»

د ژرندې کارکوونکی حاجي محمد وايي: «دلیل یې دا دی چې بیې یې ډېرې ښې دي. ماشیني ژرندې په لوړه بیه تمامېږي، خو دا په لږ بیه تمامېږي.»

نړۍ ته د اوکراین او روسیې د غنمو په صادراتو کې د کمښت له امله په ټوله نړۍ کې د غنمو بیه لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه