Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تخار کې د اقتصادي ستونزو له کبله د یو شمېر رسنیو فعالیتونه ځنډول شوي

په تخار کې د ځایي رسنیو یو شمېر مسوولان وايي، اقتصادي ننګونو د دوی فعالیت سخت کړی او له همدې امله په‌دې ولایت کې نهو رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د رسنیو مسوولان زیاتوي، دوی د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې وس نه‌لري او که وضعیت همداسې دوام وکړي په‌دې ولایت کې به څلور نورې رسنۍ هم خپل فعالیت ودروي.

په تخار کې د یوې ځایي رسنۍ مسوول عبدالسمېع خاوري وايي: «د تخار رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ شوې دي، کار کوونکي یې له لاسه ورکړي او فعالیتونه یې ځنډول شوي دي.»

په تخار کې د یوې ځایي رسنۍ مدیر مسوول صدرالدین قونري وايي: «اووه کارکوونکي مو درلودل، د بودجې نه‌شتون له کبله مو ګڼ شمېر کسانو ته ځواب ورکړ.»

له دې سره هم‌مهاله د خبریالانو او رسنیو فډراسیون وايي، دوی د رسنیو له کارکوونکو د ملاتړ او د دوی د خوندیتوب لپاره نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې تر اوسه د دوی له خوا نه‌دي منل شوي.

د افغانستان د خبریالانو فډراسیون د مشرتابه غړی حجت الله مجددي وايي: «په تېر یو کال کې له ۵۴۴ رسنیو ۲۱۸ یې تړل شوي او له ۱۲ زرو کارکوونکو ۷ زرو یې کارونه لاسه ورکړي.»

خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په اوسني وخت کې له کومو ننګونو سره مخ دي؟

خبریاله پروین اقبالي وايي: «ډېری خبریالان چې بې‌کاره شوي، نه‌شي کولای خپلو کورنیو ته لومړني توکي واخلي.»

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې په وینا د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنۍ مخکې څه د پاسه ۲۸۰۰ مېرمنو د افغانستان په رسنیو کې کار کاوه، خو په تېر یوه کال کې کابو ۲۱۰۰ تنو په بېلابېلو لاملونو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د خبریالانو او رسنیو فډراسیون وايي، دوی د رسنیو له کارکوونکو د ملاتړ او د دوی د خوندیتوب لپاره نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي.

تصویر بندانگشتی

په تخار کې د ځایي رسنیو یو شمېر مسوولان وايي، اقتصادي ننګونو د دوی فعالیت سخت کړی او له همدې امله په‌دې ولایت کې نهو رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د رسنیو مسوولان زیاتوي، دوی د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې وس نه‌لري او که وضعیت همداسې دوام وکړي په‌دې ولایت کې به څلور نورې رسنۍ هم خپل فعالیت ودروي.

په تخار کې د یوې ځایي رسنۍ مسوول عبدالسمېع خاوري وايي: «د تخار رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ شوې دي، کار کوونکي یې له لاسه ورکړي او فعالیتونه یې ځنډول شوي دي.»

په تخار کې د یوې ځایي رسنۍ مدیر مسوول صدرالدین قونري وايي: «اووه کارکوونکي مو درلودل، د بودجې نه‌شتون له کبله مو ګڼ شمېر کسانو ته ځواب ورکړ.»

له دې سره هم‌مهاله د خبریالانو او رسنیو فډراسیون وايي، دوی د رسنیو له کارکوونکو د ملاتړ او د دوی د خوندیتوب لپاره نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې تر اوسه د دوی له خوا نه‌دي منل شوي.

د افغانستان د خبریالانو فډراسیون د مشرتابه غړی حجت الله مجددي وايي: «په تېر یو کال کې له ۵۴۴ رسنیو ۲۱۸ یې تړل شوي او له ۱۲ زرو کارکوونکو ۷ زرو یې کارونه لاسه ورکړي.»

خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په اوسني وخت کې له کومو ننګونو سره مخ دي؟

خبریاله پروین اقبالي وايي: «ډېری خبریالان چې بې‌کاره شوي، نه‌شي کولای خپلو کورنیو ته لومړني توکي واخلي.»

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې په وینا د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنۍ مخکې څه د پاسه ۲۸۰۰ مېرمنو د افغانستان په رسنیو کې کار کاوه، خو په تېر یوه کال کې کابو ۲۱۰۰ تنو په بېلابېلو لاملونو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه