Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډبرو سکرو بیو ټیټېدو سره د غوري سمنټو کارخونې تولیدات بېرته پیل شول

د بغلان په پلخمري کې د غوري د سمنټو کارخونې  مسوولان وايي، د ډبرو سکرو بیو په ټیټېدو سره له درې میاشتني ځنډ وروسته، د دې کارخونې چارې بېرته پیل شوې.

په هېواد کې د ډبرو سکرو د بیې د لوړوالي له کبله د دې کارخونې تولید ځنډول شوی و.

د بغلان غوري سمنټو کارخونې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي: «د ملي انکشاف د رهبرۍ او د کانونو او پټرولېم وزارت په همکارۍ موږ د ته ډبرو سکاره په تمامه شوې بیه راکړل شول او اوس موږ ته د کرکر دودکش له کان څخه موږ ته د ډبرو سکاره راوړل کېږي.»

ورته مهال یو شمېر کارکوونکي چې بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي؛ خوښ دي او له سرپرست حکومته د لا زیاتو کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.

د غوري سمنټو کارخونې کارکوونکی نصرالله وايي: «زموږ کارخونه فعاله ده او کارکوونکی خپل زیار باسي ماموران هم مرسته کوي. څوک چې له خپل هېواد سره مینه لري، باید خدمت وکړي.»

د بغلان غوري سمنټو کارخونې د یوې څانګې امر محمد طاهر وايي: «د بارګیرۍ او پلور کچه مو ښه ده. موږ هره ورځ له لسو نه نیولې تر ۲۳ زرو پورې بارګیرې کړې ده.»

د بغلان غوري سمنټو کارخونې تخنیکي امر عتیق الله وايي: «دا ورکشاپ په بنسټیز ډول جوړېږي، که بېخي له منځه لاړ شي، موږ یې اوومه توکي لرو چې بېرته ورته شی جوړ کړو.»

د دې کارخونې مسوولان وایي، دا مهال په‌دې کارخونه کې تر اته سوو ډېر کسان په کار کولو بوخت دي او ورځني تولیدات یې دری سوه ټنو ته رسېږي چې په کور د ننه ترې ګټه اخیستل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه