د فراه پوهنې ریاست مسوولان وایي، د دې ولایت د پوهنې ریاست د ښوونکو له کمښت سره مخ دی او له کبله یې څلوېښت ښوونځي تړل شوي دي.
د مالوماتو له مخې، پهدې ولایت کې څلور سوه ښوونځي شته.
د پوهنې ریاست مسوولان له پوهنې وزارته غواړي چې دغې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د فراه پوهنې رییس مولوي اختر محمد زغیم وايي: «موږ شاوخوا ۴۰ تړلي ښوونځي لرو، له دې وړاندې ۵۵ و، خو کله چې ۲۵۶ بستونه اعلان او خلک ورته بریالي شول، ۱۴ ښوونځي پرانیستل شول.»
بلخوا د فراه ولایت په تېره د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکي وایي پهدې ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي او له مسوولو بنسټونو غواړي چې د بندو ښوونځیو دروازې یې پر مخ پرانیزي.
د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکی علام غوث اغا وايي: «بکواه کې ښوونځي شته، خو فعال نهدي، موږ یې د پرانیستلو غوښتنه کوو.»
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکې میهن خان وايي: «په بکواه ولسوالۍ کې ښوونځي وو، ځو اوس فعال نهدي او ځنډېدلي دي.»
د فراه پوهنې ریاست د رسمي شمېرو له مخې ډېری ښوونځي د یاد ولایت په فکواه، بالابلوک، ګلستان او خاک سفید ولسوالۍ کې قرار لري.
په دې اړه مو اندونه