له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په دوام، په هرات ولایت کې لسګونو زدهکوونکو د انځورګرۍ زدهکړو ته مخه کړې ده.
دغه نجونې زدهکوونکي وايي، له کورناستي او رواني فشارونو د خلاصون په پار د انځورګرۍ زدهکړه کوي.
زدهکوونکې اسما تیموري وايي: «موږ نجونې که په همدې ډول مخ ته لاړې شو، کولای شو خپل هېواد جوړ کړو.»
زدهکوونکې لیلا ارمان وايي: «دې ټولګي زما روحي او رواني وضعیت ته بدلون ورکړی او خوښ یوو چې پهدې ټولګي کې یوو.»
د انځورګرۍ دا ټولګی هرات کې د هنري فرهنګ مرکز له لوري، له ښوونځیو محرومو نجونو ته جوړ شوی دی. اوویا نجونې په نوبت سره د انځورګرۍ زدهکړې کوي.
د کلتوري ګالري مسوول علي فرهنګ وايي:«ډېرو نجونو انځورګرۍ د خپلو احساساتو او عواطفو د ښکاره کولو لپاره یوه وسیله ګڼلې ده او دا سخت وضعیت يې د ځانونو لپاره یو فرصت بللې دی.»
دې نجونو وروستیو میاشتو کې د انځورګرۍ هنر په ښه توګه زده کړی او وایي، په ټینګه اراده او عزم د انځورګرۍ هنر زدهکړې ته دوام ورکوي.
هنرمنده منیژه سلطاني زیاتوي: «بریا په شرایطو پورې نهده تړلې په خپله کس پورې تړلې ده چې څه ډول شرایطو ته په خپله ګټه بدلون ورکوي.»
تر یوه کال ډېره موده کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې او مېلیونونه نجونې بېبرخلیکه او په کور ناستې دي، خو یو شمېر یې له کورناستي او رواني فشارونو د خلاصون په موخه فني او حرفوي زدهکړو ته مخه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه