د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، سږ کال د نورو کلونو پرتله د هنجې طبي بوټي په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
دا بوټی چې له څلورو کلونو وروسته حاصل ته رسېږي، لوړه بیه لري او د پلور تر ټولو مناسب بازار یې هند دی.
د بلخ کرنې او مالدارۍ رییس شمس الدین خالد وايي: «د تېرو کلونو پرتله سږ کال د هنجې حاصلات کم شوي، ځکه سږ کال ګرمي راغلې او وچکالۍ هم خپله اغېزه درلوده.»
یو کرونګر محمد هاشم وايي: «زموږ ستونزې د سولر او څاګانو دي. د کومې مرجع له لوري له موږ سره مرسته نهده شوې.»
ورته مهال یو شمېر کروندګر له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
په بلخ ولایت کې یو کروندګر امان الله وايي: «سږ کال هنج توپیر لري او ښه حاصلات یې ور نهکړل.»
یو بل کروندګر ارسلان وايي: «له سوداګرو هیله لرو چې خلکو ته د کرنې زمینه برابره کړي او هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي، را دې شي ونډه دې واخلي.»
بل خوا د کرنیزو چارو یو شمېر کارپوهان وایي، د هنج بوټي کرنه د مخدره توکو تر ټولو ښه بدیل کېدای شي.
د کرنې مسایلو کار پوه محمد حسین وايي: «دا د ټولنې او بزګرانو پر اقتصاد ښه اغېزه لري. که موږ له شل جریبه ځمکې شل یا لس کیلو ګرامه هنچ تر لاسه کړو، بیا یې هم ګټه ډېره ده.»
وچکالي او وروستیو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې کروندګر ځپلي او دا مهال له مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
په دې اړه مو اندونه