Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په روان کال کې ۱۰۷ زره سیلانیانو له بامیان څخه لیدنه کړې

بامیان د طبیعي ښکلاوو او لرغونو تاریخي ځایونو په لرلو سره، هر کال د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پراخ حضور شاهد وي.

د شمېرو له مخې د روان کال له پیله تر دې دمه ۱۰۷ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الرحمن محمدي وايي:«د کال له پیله تراوسه د بند امیر ملي پارک سیمې ۱۰۷ زره یا له دې ډېرو سیلانیانو لیدنه کړې ده.»

د بامیانو د کرنې او مالدارۍ رییس ذبیح الله رب دوست هم څرګندوي:«له عوایدو څخه مو ۳۰ لیکه راټولې کړې دي د کښتیو او د دروازې یې تړون لرو او په بانک کې یې اویز هم لرو.»

په داسې حال کې چې د ګرځندوی صنعت د دغه ولایت د اوسېدونکو پر اقتصادي وضعیت مستیقم اغېز لري، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله کاروبار ښه شوی دی.
 د بامیانو اوسېدونکی سید عطا وايي:«سږکال د تېرو کلونو پرتله امنیت ښه و له همدې امله سږکال هر څه ښه وو، په بند امیر کې کار و بار بد نه وو.»

د بامیانو اوسېدونکې خدیجه هم زیاتوي:«سیلانیان لاسي صنایعو ته ډېر لېواله دي چې وې پېري لکه بیکونه چې جوړېږي دا خو بازاري نه دي.»

په همدې حال د ګرځندوی یو شمېر کارپوهان وایي، سرپرست حکومت باید د ګرځندوی صنعت ودې او په دغه برخه کې د لا ډېرو آسانتیاوو د برابرولو په  پار هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د ګرځندوی چارو کارپوه محمد رضا ابراهیم څرګندوي:«د ګرځندویۍ عاید د ګرځندویانو په راتګ متکی دی او د ګرځندویانو راتګ، پر مشخصو پلانونو، د بیخ بیانو تامین او پر ځانګړو روزنو متکی دی.»

بند امیر په بامیانو کې له طبیعي ښکلاوو ډکه هغه سیمه ده چې هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان له دې سیمې لیدنه کوي او دا بند په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ملي پارک په توګه وپېژندل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه